افغانستان

غني پر «امریکايي» دفتر برید له «اسلام» سره ټکر بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): کابل کې د کانټر پارټ په نوم ادراه باندې د طالبانو ډله‌ییز برید چې لا هم بشپړ پای ته رسېدلی نه دی، محمد اشرف غني له اسلامي ارزښتونو سره ټکر کار بللی دی.

کانټرپارټ شبکه چې طالبانو يې د ښکار کولو علت «تخریبي فعالیتونه» او نظامي کسانو ته د «امریکايي شکنجو» ور زده کول بللي، نن غرمه مهال د طالبانو تر برید لاندې راغله چې د ماسپښين تر درېیو بجو لا هم له سیمې ډزې اورېدل شوې دي.

محمد اشرف غني چې د ملکي تلفاتو په برخه کې پر سترګو پټولو تورن دی، د دې برید په «غندنه» کې ویلي دا یو «نه بښونکی جنایت» دی او طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې د «اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف دي.»

دا برید چې لا يې د تلفاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم غندلی او د غندنې تر څنګ يې د دې شبکې د وظیفوي تشریح مسؤلیت هم ادا کړی دی.

هغه لیکلي، کونټرپارټ کې «خبریالانو ته روزنه ورکول کېده.» او له افغانانو سره له همدې دفتره «مرسته» کېدله.

د دې تر څنګ یوناما هم د برید تر پای وړاندې دا پر «ملکي خلکو» قصدي برید بللی دی، چې مسؤلیت يې هم طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې دفتر په تړاو لیکلي: «کانټر پارټ شبکې داسې ځانګړي بنسټونه هم جوړول چې له اشرف غني را نیولې د پارلمان او مشرانو جرګې تر غړو د کابل ادارې ګڼ لوړپورې افراد په کې ونډه لري.»

دا چې دې شبکې کومې دندې درلودې، نوموړي زیاته کړې: «په دې شبکه کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې بهرني روزونکي اوسیدل چې د کابل ادارې افرادو ته يې په مختلفو برخو کې د وحشت، ظلم، تیریو، له اسلامي احکامو څخه د سرغړونې او غربي فرهنګ رواجولو په برخو کې روزنه ورکوله.»

لا هم د دې برید بشپړ جزییات په ډاګه شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

د چا چی خپله کلمه زده نه وی، او د اسلام مقدس دین اساسات ور مالوم نه وی. هغوی اوس موږته اسلام راښوی. پرون ع دحرامو او حلالو لکچرورکاوه او اوس غ موږ ته وایی چی دا حمله د اسلام سره په ټکر کی ده. هره ورځ چی دګډوځواکو له خوا څخه بیګناه او
بی دفاع افغانان په شهادت رسیږی، هغه پر اسلام برابردی. متفکره خوله دی ماته سه په داتفکر.

Karwan

محترم غني، د پسکن حکومت مشره، په نامردي په توره شپه چه دخارجي بادارانو په مرسته دافغانانو په کور ورننوځي او بيا په يو او بل نوم قتلي عام کوي، ايا دا نامردانه کار د اسلام او عيسويت سره په ټکر کي ندي او که ځنګه؟. غني خانه ډير نامرده، بي وفا، افغاندوښمنه او ظالم انسان ئي. کاروان

جميل

دا نو اوس پوره روښانه ده چی غلام غنی په رشتيا له دينه اوښتی او د رولا په دين دی او يا داچی ګرسره بی دينه دی مخکی يی هم څو واری پر اسلام تيری کړی دی، د بايد داسی ويلی وای چی دا بريد د بی دينوعيسویانو او امريکايی ارزښتونو خلاف دی .

عظیمی

الله خو دی تا غنی اصلاح کړی. د بکوا اولسوالی کی[ فراه] ټوله کلې بمبارول او په هغه کی بیګناه انسانان قتل عام کول دا ټوله د اسلام د اصولو مطابق عمل دی، ستا په نظر مګر که ستا پر رشته دارانو يو برید وسی نو بیا دی کړونچی ټوله میډیا اوری. د اولمیر يو شعر می را یاد شی چه ویل یی. [سکه ورور د شیطان یی تورو جامو باندی دی سپین اغوستی دی.]

سیدګل اغابنوری

لږ رښتیاومنه ؟ دادکفر په مقابل کی جنګ دی ؟ اوددی جنګ اوګډوډۍ لامل ستافرعونیت دی ؟ پخپله دی دارګ سرکونه هم غصب کړی چه زر کلن ته هر څه روادی ؟ د خپل مسیحیت اوانجیل په پار نوردا ملت مه تباه کوه ورك شه لاړشه ؟ غله هم دځان سره یوسه ؟ والسلام .

pattang

دغنی متفکر به خد ګنډه سسته شوي وي چې د غرب داخلا قو د ښوونکو او مالي مرستو په دفتر طالبانو برید کړی دی ! غربیانو په تیرو ۱۸ کالونو کې په پراخ ډول سره د افغانستان په اسلامي ټولنه کې مداخله وکړه تر و چې دا افغاني ټولنه بلې خواته تشویق کړي او تر يوو ځایه موفق شوي هم دي ! تعلیم ، تربیه او تحصیل چې د خپل کلچر او دین په انګړ کې نه وي نو هغه په ټولنه کې در ځ پیدا کوي !! د ساري په توګه دغه ولایتي کمیټې چې له دولتي دفاترو او… نور لوستل »

وحیدالله غزنوي

په افغانستان کې کله د روس په نوم او کله د امریکا په نوم یاد ډول بریدونه پر بیګناه افغانانو کیږې او همدارنګه کله د پنجابي ایجنټانو په نوم کلې بمباریږې.
دا ډول قتلونه قصدي کیږې او دا کارونه د اسلام سره واقعاپه تضاد کې دې

حسین احمد

دا غریب په څه پوهیږي.

مجاهد

باداران تل له دی ډول غلامانو کار اخلی په دوی یی له ډیری مودی سرمایه ګذاری کړی دوی یی روزلی دوی ته سپین چیکونه ورکول کیږی دوی یی هر یو له دندی دمخه بیلونر کړی خو د دی دپاره چه د دوی سرمایه مخ راوړی وی یعنی نتیچه ورکړی او نتیجه یی تلپاتی وی تر شراټولو لوړپوړی غلامان چه مخکی له مخکی یی لا په شرابو او عیاشیو روږد کړی وی مغزونه یی ورله پریمنځلی وی خصوصی میلمستیاوو ته د میرمنو سره بلنه ورکوی په شرابو او کبابو له نشو وروسته موظف کسانو ته پری د جنسی تیری کولو دنده… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x