افغانستان

پاکستان د افغانستان لپاره د هوايي حریم د خلاصون ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وايي، ډېر ژر به د افغانستان لپاره خپل فضايي حریم خلاص کړي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې د پاکستان د سفیر دا خبر را اخیستې چې ورسره د دې وزارت سیاسي معین ادریس زمان لیدلي او هغوی هم ژمنه ورکړې ده.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پر پاکستان د هندوستان له هوايي برید وروسته دې هېواد ټول بهرني پراوزونه پر خپل حریم بند کړل.

نږدې میاشت وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت پر همدې تړاو د پاکستان سفیر ور غوښتی و، خو کوم عملي اقدام شوی نه دی.

هغه مهال د هوايي چلند ادارې رئیس «محمد قاسم وفائي زاده» رسنیو ته ويلي و د پاکستان د فضايي حریم د تړل کېدو له امله افغانستان ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی.

نوموړي زیاته کړې وه « د پاکستان د فضايي حریم واک د فوځ په لاس کې دی له همدې امله تر اوسه له ملکي چارواکو سره زموږ لیدنو کومه پایله ورکړې نه ده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

دازرکلن بیچا ره خبرکړۍ چه لافی اوشاپی دی کولی چه دپاکستان اقتصاد می ورخراب کړ : اوس خو تادوه میاشتی هوائی تحریم کی (۱۲) میلونه ضربه ولیده ؟ اوس به څه اوتی بوتی وائی ؟ خلك غولوی دروغژنه ؟والسلام .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x