افغانستان

کابل؛ ناکامو ښځینه نوماندانو لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې ټاکنو کې ګڼو ناکامو ښځينه نوماندانو ارګ ته غځېدلې لار، نن په زنبق څلولارې کې وتړله او لاریون يې وکړ.

دا نوماندانې چې د هلمند، بغلان، میدان وردګ، ننګرهار، کندوز، هرات او کوچیانو له ټاکنیزو حوزو څخه وې، تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې بولې او ټينګار کوي چې رایې دې د ځانګړې محکمې له لوري وڅېړل شي.

د کندوز ټاکنیزې حوزې ناکامې نوماندې فرزانې فرهمند رسنیو ته وویل، چې له دوو اوونیو راهیسې يې زنبق څلورلارې کې اعتراضي خېمه وهلې خو هیڅوک يې نه ويني.

د هغې په وینا د ټاکنو کمیسیون له لوري د بریالیو کسانو په وروستي لیست کې يې پخپلو سترګو نوم لیدلی، خو تر اعلان یو نیم ساعت مخکې يې نوم حذفېږي.

دې لاریونوالو د درېیو مادو یو پرېکړه هم ولوست چې پخپلو ټاکنیزو حوزو کې يې وروستۍ پایلې غیر قانوني وبللې او له حکومته يې وغوښتل چې غږ يې واوري.

د ولسي جرګې ټاکنې چې د تېر کال په مني کې شوې وې، لا يې هم بشپړې پایلې معلومې نه دي او د کابل ولایت لومړنۍ پایلې هم شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لغوه وبللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

يا دادی چی دوی ډير بد شکله ، بیواسطی او مفلسی دی او يا داچی د کومی بهرنی موءسسی د کار سابقه نلری .

منتقم منګل

کاشکی دا لاریون د بی وسه او بی دفاع ولس چی هره تر بی باون بمبار لاندی دی د ښځو او ماشومانو قتل عام روان دی د اشعال څحه د خلاصون او د اشعالګرو شړلو شعار او سلوګن پکی زمزمه شوی وای.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x