
د ګلبدين په مشرۍ لومړۍ سيالۍ د ورښت له کبله بې پايلې اعلان شوه
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ د ورښت له کبله پرته له کوم توپ اچولو پای ته ورسېده.
د ګلبدين نائب تر مشرۍ لاندې لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ چې د سکاټلينډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کيده بې پايلې اعلان شوه.
د سکاټلينډ په ايډن برګ ښار کی له پچې اچولو وړاندې باران پېل شوی و، چې سوکه سوکه يې دوام يې کاوه، له ډير ځنډ وروسته هم باران ونه دريد چې په همدې ډول لوبه لغوه اعلان شوه.
The first ODI betweeen Afghanistan and @CricketScotland is abandoned due to persistent rain in Edinburgh. The second match of the series will be played on Friday.#AFGvSCO #AfghanAtalan pic.twitter.com/axwaGoeoD1
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) May 8, 2019
ټاکل شوې وه چې افغانستان به د سکاټلينډ لوبډلې پر وړاندې دوه يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي، په دې لړ کې لومړۍ سيالۍ بې پايلې او دويمه به د جمعې په ورځ په لسم مۍ ترسره کيږي.