د ګلبدين په مشرۍ لومړۍ سيالۍ د ورښت له کبله بې پايلې اعلان شوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ د ورښت له کبله پرته له کوم توپ اچولو پای ته ورسېده.

د ګلبدين نائب تر مشرۍ لاندې لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ چې د سکاټلينډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کيده بې پايلې اعلان شوه.

د سکاټلينډ په ايډن برګ ښار کی له پچې اچولو وړاندې باران پېل شوی و، چې سوکه سوکه يې دوام يې کاوه، له ډير ځنډ وروسته هم باران ونه دريد چې په همدې ډول لوبه لغوه اعلان شوه.

ټاکل شوې وه چې افغانستان به د سکاټلينډ لوبډلې پر وړاندې دوه يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي، په دې لړ کې لومړۍ سيالۍ بې پايلې او دويمه به د جمعې په ورځ په لسم مۍ ترسره کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د