جنت

جنتونه او د هغوی نعمتونه! «لسمه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنتي حورو شعرونه او غزلونه:

په جنت کې به د جنتي حورو یو ټولی وي، په ګډه به غزلونه وایي، په روایاتو کې د هغوی له دې غزل نه په خواږه ترنم هم یادونه شوې:

«نَحْنُ الْجَوَارِ الْحِسَانُ، خُلِقْنَا لِأَزْوَاجٍ كِرَامٍ».

ژباړه: موږ ښایسته نجونې یو، د ویاړمنو مېړونو له پاره.

هغوی به دا غزل هم په خواږه ترنم سره زمزه کوي:

«نحن الْخَالِدَاتُ فَلَا نَمُتْنَهْ، نَحْنُ الْآمِنَاتُ فَلَا نَخَفْنَهْ، نَحْنُ الْمُقِيمَاتُ فَلَا نَظْعَنَّهْ».

ژباړه: موږ تلپاتې یو؛ نه مرو، موږ له امن نه برخمنې یو؛ وېرېږو نه، موږ تل مېشتې یو؛ په سفر نه وځو.

د جنت حورې به په ښکلو حنجرو لاندې نظم زمزمه کوي:

نَحْنُ جَوَارِي قَوْمٍ حَلُّوا فَلَمْ يَظْعَنُوا، وَشَبُّوا فَلَمْ يَهْرَمُوا، وَنُقُّوا فَلَمْ يَدْرَنُوا».

ژباړه: موږ د یو داسې قوم نجونې یو؛ چې مېشت دي، سفر نه کوي، هغوی ځوانان دي؛ زړېږي نه، هغوی پاک او صفا دي؛ خرنېږي نه.

له دنیا نه ور رغلې مېرمنې به یې په ځواب کې وایي:

«نَحْنُ الْمُصَلِّيَاتُ وَمَا صَلَّيْتُنَّ، وَنَحْنُ الصَّائِمَاتُ وَمَا صُمْتُنَّ، وَنَحْنُ الْمُتَوَضِّئَاتُ وَمَا تَوَضَّأْتُنَّ، وَنَحْنُ الْمُتَصَدِّقَاتُ وَمَا تَصَدَّقْتُنَّ».

ژباړه: موږ لمونځ ګزارې یو؛ تاسو لمونځ نه دی کړی، موږ روژه تیانې یو؛ تاسو روژه نه ده نيولې، موږ اودسونه کړي؛ تاسو اودسونه نه دي کړي، موږ خیرات کوونکې یو؛ تاسو خیرات نه دی کړی.

په جنت کې یوه درخته ده، حاصلات یې ملغلرې او زبرجد دي، لاندې ترې جنتي حورې ناستې دي، قرآن کریم په خواږه اواز سره لولي، هغوی به یو مهال یاد نظم په ترنم سره ولولي، نوموړې درخته به په ښور او شور راشي، په ښکلې اواز به هغوی ته ځواب ورکوي.

جنتي حورې به له جنتیانو سره د جنت په دروازه کې یو ځای شي، ورته به کړي: د انتظار شېبې مو اوږدې شوې، په پورته نظم به یې هرکلی کوي.

د جنتیانو کوروالي:

په ګڼ شمېر آیتونو او نبوي حدیثونو کې په جنت کې د کوروالي په اړه یادونه شوې.

په جنت کې به یو جنتي د ۱۰۰ زلمیو د کوروالي توان او طاقت ولري.

په یوه صبا کې به له ۱۰۰ نوتاکو حورو سره د جماع (کوروالي) وړتیا ولري.

هغلته به له هر ځل کوروالي کولو وروسته جنتي مېرمنه بیا ځلې باکره (نوې) ګرځي.

[سرچینه: غوړچان له «البدایة والنهایة: ۲۰/ ۴۵-۵۳، ط: هجر]

ـــــــــــــــــ

یادونه:

– د جنت د حورو حنجره، غږ او لهجه د دنیا له مېرمنو نه غوڅ توپیر لري.

– جنتي حورې خپلو مېړونو ته د انتظار شېبې شماري.

– رسول الله صلی الله علیه وسلم جنتي حورې د معراج په سفر ولیدې.

– جنتي به لږ وخت کې د ۱۰۰ ځله کوروالي توان لري.

– هغلته، مني او مرګ نشته؛ ځکه بیا د جماع او ژوند خوند پای مومي.

– هغلته که څوک وغواړي، چې اولاد يې وشي؛ نو امیدواري، زېږېدنه او زلمیتوب به یې په یو مهال تر سره شي؛ خو څوک به دا غوښتنه هغلته نه کوي.

اللهم إنا نسئلك الجنة، و نعوذ بك من النار!

نور بيا …

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د