د راشد او نبي غوره کارکردګۍ سربېره هم حيدراباد لوبډله له سياليو بهر شوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۸ل): د هند غوره ليګ (IPL) سياليو په دويم پړاو کې د سنرايزز حيدر اباد لوبډله له دهلي لوبډلې څخه په ماتې خوړلو له ياد ليګ څخه بهر شوه.

په دغه سيالۍ کې محمد نبي او راشد خان غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو لوبډلې يې بيا هم له سختې لوبې وروسته ونشو کړای بريا خپله کړي.

محمد نبي په توپوهنه کې په ۱۳ توپونو د يوې شپږيزې او ۳ څلوريزو په مرسته چټکې ۲۰ منډې جوړې کړې، همدا ډول يې په توپ اچونه کې په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او دوه کيچونه يې ونېول.

له بل پلوه راشد خان په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه چې په ۴ اورونو کې يې يوازې ۱۵ منډې ورکړې، ۲ يې ويکټې واخيستې، يو اور يې ميډن او ۱۶ توپونه يې ميس کړل، خو ونه توانېدل بريا خپله کړي.

په ياده لوبه کې د سنرايزز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۶۱ منډې جوړې کړې، په ځواب کې دهلي لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي اور کې له سختې لوبې وروسته بشپړ کړ.

دهلي لوبډله به په دويم ايليمنيټر سيالۍ کې د چينايي سوپر کينګز لوبډلې سره مخ کيږي، چې ګټونکې لوبډله به پايلوبې ته لار مومي.

چينايي لوبډلې له ممبۍ لوبډلې څخه په لومړي کواليفاير کې ماتې خوړلې وه، چې په مرسته يې ممبۍ انډينز لوبډلې پايلوبې ته لار موندلې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د