افغانستان

روزګان: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار اړوند چينو په سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.

د ترينکوټ ښار اړوند د چينو سيمې اوسېدونکي وايي چې هوايي بريد نن مازيګر د ولسي وګړو په کورونو وشو چې په نتيجه کې يې ياده مرګ ژوبله واړوله.

په وژل شويو کې دوه ميرمنې، دوه سړي او درې ماشومان شامل دي او يو ماشوم سخت ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځ وړاندې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې هم په هوايي بريدونو کې ۵۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريدونه او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

د افغان ولس ریښتونی ولسمشران چی عبارت له علماء کرامو څحه دی خپل ولس ته سوله زر راولی او د سولی دا پړاو نهایی کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close