چین په تېرو دوو کلونو کې د مسلمانانو ۳۳ مذهبي ځایونه له منځه وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل):په چین هیواد کې د ایغور مسلمانانو له وژلو، بندي کولو او له دیني مناسکو څخه تر منع کولو وروسته اوس ددې هیواد حکومت په زینجیانګ ایالت کې د مسلمانانو د مذهبي ځایونو او  اسلامي کلتوري میراثونو د له منځه وړلو لړۍ پیل کړې.

د ګارډین ورځپاڼې د تحقیقي راپور سره سم؛ له ۲۰۱۶ میلادي کال راپدېخوا د جوماتو او زیارتونو په ګډون د مسلمانانو ۳۳ مقدس مذهبي ځایونه له منځه وړل شوي.

دغه راپور چې د ګارډين ورځپاڼې خبریال د سترګو د لیدلي حال او په سټلایت باندې د شته انځورونو له مخې چمتو کړی ښيي چې؛ د امام عاصم د مزار په شمول، د مسلمانانو مهم او مشهور مذهبي ځایونه یا په بشپړ ډول نړول شوي او یا یې هم د منارونو او نورو برخو په ړنګولو سره جوړښت ته بدلون ورکړل شوی.

د راپور چمتو کوونکي د ایغور مسلمانانو په وړاندې د چین د حکومت سخته رویه ټکان ورکوونکې بللې او د مسلمانانو د مذهبي او کلتوري ځایونو له منځه وړل یې د یوه بشپړ نسل فرهنګي بربادي یاده کړې.

اسلامي تاریخپوه او په «نوتینګم» پوهنتون کې د تاریخ د څانګې استاد «ریین تم» له الجزیره سره په خبرو کې د چین د حکومت دا ګام د ایغوریانو له ویاړلي تاریخ سره د هغوی د نوي نسل د پریکون هڅه بللې او په ملګرو ملتونو یې غږ کړی څو د چین حکومت ددې اقدام په وړاندې ودرېږي.

یاده دې وي چې؛ له تېرو دریو کلونو راهیسې په چین کې د مېشتو مسلمانانو په وړاندي حکومت تونده رویه خپله کړې، هلته د لمانځه، روژې، حج او نورو دیني مناسکو په ګډون د مسلمانانو ټولې مذهبي کړنې جرم بلل کېږي چې؛ د کولو په صورت کې یې یو مسلمان ان خپل ژوند له لاسه ورکولای شي.

په دې سربېره په زینجیانګ ایالت کې د شته مسلمانانو له ډلې څخه ۲ میلیونه یې له کورونو ایستل شوي چې اوس د چین حکومت په ځانګړو «تربیوي» کمپونو کې د بندیانو په حیث ژوند کوي او د ذهن مینځلو او له اسلام سره د اړیکې پرې کېدلو هڅې یې کېږي.

ددې کمپونو له منځه ورکړل شوي راپورونه څرګندوي چې؛ په یادو کمپونو کې له ساتل شویو مسلمانانو سره له هر ډول انساني کرامت څخه خالي چال چلند کېږي، شاقه کارونو ته اړ ایستل کېږي، د خوګ غوښه او شراب ورباندې څښل کېږي او اسلامي شخصیتونو ته په بد رد ویلو مجبوره کېږي.

که څه هم د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یو شمېر هیوادونو د چین دا ګام غندلی خو تر اوسه نه د ملګرو ملتونو او نه هم د کوم بل هیواد له لوري په دې برخه کې جدي ګام اخستل شوی.

تبصرې (3)

  • روسان ، چیناییان ، اروپایان ، امریکایان او نور لوی او واړه نظامی او استعماری قدرتونه خپلو کی اشتی پذیر مګر مسلمانانو سره اشتی ناپذیره دشمیی او کرکی لری یعنی که خپلو کی هر څومره تضاد او د مادیاتو په ویش ستونزی ولری لری به یی مګر د مسلمانانو به ضد سره یو لاس او یوه خوله دی ولی؟
    لمړی: اسلام د سولی او الهی نظام دی او استعماری قدرتونه او نظامونه یی د خلکو د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره رامنځته شوی، استثمار کله رامنخته کیږی کله چه بی عدالتی وی یو د بل حق په پټه او یا په ښکاره په ناروا ډول خوړلی یا ترلاسله کولای شی د بیعدالتیو سره هر دول جنګونه ملتیا لری. استعمارګر قوتونه د خلکو د استثمارولو د پاره دغه جنګونو او وینو تویولو ته اړه لری او اسلام د الهی نظام به پیاده کولو الهی عدالت په پلی کولو د جنګو او وینو تویولو مخه نیسی ځکه ورته د سولی دین وایی نو ځّکه ورسره د ټولو استعماری قدرتو دشمنی او کرکه ده

  • چینایان ډېر بدبخت قوم دی. نه په دې دنیا کی د پُسه او غوائي او کب او حتی مار اوچنګاښ او پیشو او موږک په غوښو ماړه سوه او نه به په عقبی د دوږخ ماران د هغوی په غوښو ماړه سی.چین که هر څومره نور ظلمونه د مسلمان په وړاندی تر سره کی بیا به هم چینائي ژبه د دوږخ تر څنګ په جنت کی هم یوه خوږه ژبه وی.

  • په نړی کی که پنځه حکومته نور طالبانو غوندی پيدا شی نه يوازی ايغور بلکه پلسطين ، چچن ، سوريه ، کشمير او نورو جنګ ځپلو او له آزادی نه محرومو اسلامی هيوادو به دا حال نوی ، د خواشينی ځای دی چی ټوله اسلامی هيوادونه د منافقينو او کفارو په لاس کی دی .
    د هغو مظلوم ايغورو پر زړو به څه تيريږی چی د دوی ومخ ته يی مسجد ور ونړوی ، د دی مظلومو به څه حال وی چی اودس يی تازه کړيوی خو لمانځه ته پرینښودل شی ، هغه مظلوم مسلمان به څومره زهيره وی چی روژه يی په خوله وی او په زوره شی په وخوری ،...……
    الهی(ج) ستا د خوږ نبی سردار دو عالم محمد مصطفی(ص) امتيان ډير په عذاب دی ته پر ورحميږی او د منافقينو او د کفارو د شکنجو او تکليفونو څخه نجات ورکړی او پر دواړو يی بریالی کړی .