افغانستان

ډانفورډ: د ترورستي ډلو له منځه وړلو وروسته افغانستان پرېږدو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل):د امریکا د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس «جوزف ډانفورډ» وايي؛ له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو را ایستلو ته شرایط برابر نه دي نو ځکه به ځواکونه د ترورستي ډلو له ځپلو وروسته افغانستان پرېږدي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په بنسټ؛ ډانفورډ دا څرګندونې یوې امنیتي ناستې ته په خپله وینا کې وکړې، نوموړي وویل « که څه هم په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور اوږد شو خو؛ موږ به هلته تر هغه وخته پاتې وو تر څو ترورستي ډلې له سېکه لوېدلې نه وي».

ډانفورډ زیاته کړه؛ که څه هم په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور غځېدل امریکایانو ته یو بد خبر کېدای شي خو؛ که موږ هلته په شته یاغیانو فشار رانه وړو ، هغوی به موږ تر فشار لاندې ونیسي.

د ډانفورډ په خبره؛ دوی بیا هم هڅه کوي د افغانستان کشاله له سیاسي لارې حل کړي او په همدې موخه یې استازي له طالبانو سره مذاکراتو ته ناست دي.

یاده دې وي چې؛ ډانفورډ داسې مهال په افغانستان کې د امریکا په نظامي حضور ټینګار کوي چې د «زلمي خلیلزاد» په مشرۍ امریکايي ډیپلوماټان له طالب استازو سره شپږم پړاو مذاکراتو ته ناست دي.

یاد مذاکرات چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو د مهالوېش او له افغانستان څخه نورې نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو په څېر په دوه مهمو موضوعاتو راڅرخي، د سرچینو په وینا تر ډېره په دواړو برخو کې د نظر اختلاف کم شوی او دواړه لوري توافق ته نږدې ښکاري.

د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو تېره ورځ په خپل ټویټر ولیکل «مذاكرات په مثبت لوری روان دی. یو سه پرمختگ شوی خو د نهایی موافقی لپاره لا نورو مذاکراتو ته ارتیاده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

نړیوال ټیروریسټان تاسو پخپله یاست انسان خوارو، خون خوارو، فتنه ګرو مفسدینو منافقینو درواغجنو. چی هر ځای کی ستاسو نجس خضور لری تاسو هلته نا امنی، ظلم او فتنی زیږولی ده له انسانانو مو د ژوند حق سلب کړیدی او ځمکه مو ورته سره تبۍ ګرځولی ده. سولیزه او با امنه نړۍ ستاسو په نشتون کی موندلی شو.

عبدالوا حد اڅګزۍ

که ا لله ومسلمانانوته داتحادتوفیق ورکۍ انشاءالله تاسی به دمنځه ولاړسۍ خولو بدبدبختی داده چه ډټولواسلامی حکومتومشران تاسی رانیولی دی که داسی وای لکه دایران اوترکیی داتاسی به یی وختی له منځه وړی وای خوبد بختانه اسلامی ملکونه بی تعلیمه آمران یی داسلامه لیردنفسی خواهشاتوطابع ستاسی غلامان دی اتحادنکوی چه دقرآنکریم مطابق ټول مسلمانان وروڼه وپولی اوله کفارویی دخلاصی اقدام وکی دغه ملکونه چه په نامه مسلمانان دی اوله قرآنه ناخبره دی چه فقط درباندی توکی ترلاندی به نسۍ ولاړ،په امیدداسلامی اتحاد عبدالواحد اڅګزۍ

مجاهد

زما په اند: د نن صبا امریکا او اروپا د نظم نوین جهانی د دستور او قوماندی لاندی کار کوی . نظم نوین جهان چه به انګلیسی کی ورته [ نیو ورلډ ارډر ) وایی د امرکیا د غصبیدو ( چه دوی ورته د امریکا کشف وایی ) دمخه اروپایی شیطانو هیوادو کی لکه لکه فرانسه ، برطانیا، جرمنی او داسی نورو هیوادو کی رامنځته شوی وو. د امریکا له غصبولو وروسته چه د اضلاع متحده په نوم هیواد له اوله د نظم نوین جهانی د لوړپوړو له خوا د نظم نوین د پلانو له مخی جوړ شوی چه د… نور لوستل »

جميل

ډانفورډ به دا خبری په نشه کی کړی او يا داچی خپلو بګيلو مورال بايللو نظاميانو ته يوڅه کاذب مورال ورکوی ، خو که يی دا فکر کړی وی چی افغان بهادر مجاهدين پدی باټو وبيروی خامخا به يی دماغی تکليف پيدا کړی وی. ډانفورډ تر اوسه ندی خبر چی مجاهدين ورځ تر بلی پر مخ درومی او پر دوی اوپر غلامانو يی ساحه نوره هم پر تنګيدو ده. ډانفورډه ! که رشتيا وايی او يو څه غيرت او حوصله لا درپکښی پاته وی په ملکی خلکو زړه مه يخوه دښمن دی معلوم دی عسکر دی مخامخ مرش کړه پر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x