ایران: د بندیزونو د دوام په صورت کې به افغان مهاجرین له هیواده وباسو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزات وايي؛ که په دې هیواد باندې د امریکا دمتحده ایالاتو بندیزونه دوام مومي؛ دوی به د افغان مهاجرینو ایستلو ته اړ شي.

دغه څرګندونې دبهرنیو چارو وزارت مرستیال «سید عباس عراقچي» له دوسیما تلویزون سره د مرکې په مهال وکړي.

عراقچي وویل؛ دا مهال په ایران کې درې مېلیون افغان مهاجرین ژوند کوي چې؛ دوه میلیونه دندې یې نیولې او هر کال له دې هیواد څخه پنځه میلیاره یورو باسي.

نوموړي زیاته کړه؛ په دې سربېره، ۴۶۸ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې او ۲۳ زره محصلین په پوهنتونونو کې په وړیا زده کړو بوخت دي، دا په داسې حال کې چې هر زده کوونکی ۶۰۰ یورو او هر محصل ۱۵۰۰۰ یورو کلنی خرڅ لري.

د عراقچي په وینا؛ که چېرې د امریکا بندیزونه په همدې ډول دوام وکړي او زموږ د تېلو د صادراتو کچه صفر ته راټيټه کړي، موږ به دومره سترو مصارفو ته اوږه ورنشو کړای او له خپلو افغان ورووڼو او خویندو به وغواړو چې ایران نور پرېږدي.

د نوموړي په خبره؛ که څه هم دوی ته انسانیت اجازه نه ورکوي، داسې څه وکړي خو؛ د بندیزونو د دوام په صورت کې ممکن له مجبوریته وشي.

عراقچي؛ ددې کار پړه په امریکا ورواچوله او هغه یې تورنه کړه چې؛ له افغانستان وروسته غواړي ایران د بحران لوری ته بوزي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
د افغانستان همسایه هیوادونو همیشه داسی نامرده عمل تر سره کوی.
د اسراییل خونوچ ایجنسی له قوله ،اسراییل او امریکا د ایران د اخوندګانو تخت چپه کیدو تیاری نیسی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه حیران پاتی یم چه د کابل د غلا مانو او باد ارانو همدا یوه خبره خوله کی ده چه د شلو کلو لاسته راوړنی به سوله کی له لاسه نه ورکوو اخر هغه لاسته راوړنی تجیری دی ، به کار خو دا وه چه دایران او پاکتسان افغان مهاجرینو ته خو یی کور کالی ډوډی پیدا کولای شوه