افغانستان

سره صلیب په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بیا پيل اراده څرګنده کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي؛ تمه لري په افغانستان کې خپل ځنډېدلي فعالیتونه بیا  پیل کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشران چې په کابل کې د سره صلیب او سرې میاشتې د ورځې لمانځلو په مناسبت راټول شوي وو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې؛ اراده لري په افغانستان کې خپل ځنډېدلي کارونه بیا پیل کړي.

د سره صلیب فعالیتونه وروسته تر هغه وځنډېدل چې؛ طالبانو له زندانیانو سره په بې پروايۍ او یوه اړخیز سیاسي چلند تورن کړل او د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې یې له دوی څخه امنیتي تعهد پورته کړ.

دې نړیوالې کمېټې هماغه مهال په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې؛ د طالبانو د امنیتي ضمانت د پورته کېدلو له امله ددوی کارکوونکي نشي کولای د افغانستان مختلفو برخو ته سفر وکړي نو له همدې امله په افغانستان کې خپل کارونه ځنډوي.

که څه هم د سره صلیب د کمېټې مشرانو څرګنده نکړه چې؛ د خپلو فعالیتونو د بیا پیل په برخه کې له طالبانو سره کومې پریکړې ته رسېدلي که نه خو؛ دوی داسې مهال د خپلو کارونو د بیا پیل هوډ څرګندوي چې؛ څو ورځې وړاندې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مرستیال «جیل کاربونیر» د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي وو او په یاده کتنه کې دواړه لوري په افغانستان کې د بشري همکاریو په پراختیا هوکړې ته رسېدلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x