روسیه او ایران د افغان سولې په تړاو غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي؛ له خپل روسي سیال سره یې په نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان د سولې اړوند خبرې هم کړې.

د سپوټنیک خبري اژانس د راپور سره سم؛ جواد ظریف له سرګي لاوروف سره تر لیدنې وروسته د رسنیو په وړاندې د خبرو په مهال وویل « له سرګي لاوروف سره مې د افغانستان د سولې په موضوع خبرې کړې او موږ په دې برخه کې ډېر نږدې لیدلوری لرو».

ظریف زیاته کړه « ایران او روسیه د سیمې او نړۍ د نورو موضوعاتو په برخه کې تر ډېره د ګډ لیدلوري په درلودلو سربېره د افغان سولې په تړاو هم یوه خوله دي، موږ په ګډه په افغانستان کې د سولې غوښتونکي یو او څو ځله مو په دې اړوند دوه اړخیز او څو اړخیز بحثونه کړي».

د ظریف په وینا؛ دوی تمه لري چې؛ د افغانستان راتلونکې د افغانانو په لاسونو وټاکل شي او په دې برخه کې ددوی مشورې او نظر ځای ونیسي.

یاده دې وي چې؛ ایران داسې مهال د افغانستان د سولې اړوند له روسیې سره د ګډ لید لوري درلودلو ادعا کوي چې؛ څه موده وړاندې روسیه، چین او امریکا د افغان سولې په تړاو د ناستې په مهال له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو  او له دې هیواد څخه ګاونډیانو او نورې نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو  په موضوع هوکړې ته ورسېدل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د