ننګرهار؛ د ګډو ځواکونو چاپه کې د څلور ښوونکو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د چاپو په دوام دا ځل بيا د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو په چاپه کې د څلورو ښوونکو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په شيخ کلا سيمه کې د ولسی وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې څلور تنه ښوونکي او دوه محصلين وژلي دي چې دوه په کې زوی او پلار وو.

په دې چاپه کې معلم ګل جان او معلم صداقت پلار او زوی چې د چپرهار د عالي ليسې ښوونکي دي وژل شوي دي، همدا راز د ننګرهار د عالي ليسې تدريسي معاون مولوي نور الله احمدزی دوه بچيان حاجي محمد او معلم روح الامين هم چې د ننګرهار عالي ليسې ښوونکي وو وژل شوي دي او خپله مولوي نور الله احمدزی ټپي دی.

په دې چاپه کې د چپرهار عالي ليسې د ښوونکو کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي او دوه تنه ولسی وګړي هم ګډو ځواکونو له ځان سره وړي دي.

د چاپې له سيمې څخه ترلاسه شوي انځورونو کې ښودل کيږي چې په دې چاپه کې ګڼ شمير د قرآنکريم نسخې او ديني
کتابونه هم سوځېدلي دي او ولسي وګړو ته د ځاني زيان سربيره مالي زيان هم اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو چاپې او هوايي بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.

تيره ورځ هم د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار په چينه سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي وو.

همدا راز څلور ورځې وړاندې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو په کورونو په رڼا ورځ هوايي بمبار کې ۵۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

که هر څومره وژاړو ګټه نکوي او نه مو څوک په غم کې دي ! یواخنۍ لار ئې اولسي پاڅون دی چې اشغال او دهغوی داخلي خرڅ شویو ګوډاګیانو ته ټکی کيږدي !!

غوربندي
میلمه
غوربندي

انالله و انا الیه راجعون

له زغم پورته وحشت دی چې د جګړه مار اشرف غنی په خوښه زمونږ په مظلومو خلکو پلی کیژي.

الهي ته د خپلو ټولو هغو بندګانو نصرت وکړې چې د دا ډول وحشتونو د مخنیوي او غچ نیت او اراده لري،،، قهار خدایه،،، ته په دې ظالمانو خپل قهر نازل کړه،،، منتقم خدایه ددې روژې په پار زمونږ افغانانو غور وکړه.

له اتلو غازیانو مو هیله ده چې په وحشی ګوډاګیانو او یرغلګرو بادارانو یې ځمکه سره تبی وګرزوي.

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

مفسده ،کافره ،مسیحی . پسکنه ؟ داخبر دنمونی په توګه وګوره ،دمسلمان ملت قاتله داعمل انسانی اواسلامی دی ؟ داستابندګان دی که ستا دپلار ؟ بیدینه بی وجدانه یودرنده حیوان هم داکړنی کوی ؟ ای دوحشت دهشت ، زورظلم قاتله ، داقاتلان اجیران ځناوران په کوم قانون دخلکوشخصی حریم ته داخلیږی ؟ که ستا کافری ښځی ته دعبدالله میرمن ته ددداخله وزیر ،اودفاع وزیر ښځی ته څوك دشپی ورشی ،اوبړستن تری جګه کړی اوبیا ئی په ناروا کارونو مجبوره کړی اونامحرم کسان ورسره هرڅه وکړی نوتاسی به چپ پاتی شئ ؟ نواوس وګورئ دافغانستان (۳۵) میلونه خلك دردیږی ، بګنیږی… نور لوستل »

MHA
میلمه
MHA

What does Muhibullah the new Chief of Security says about this?he is also from Nangarhar

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زمونږ په ژوند کی د هیواد بار دننه ډیر بدلونونه رامنځته شول، خو فکر می نه کولو چه دجال به هم زمونږ په ژوند کی راشکاره شی او ټولو ته به د ډالرو او باروتو به زور وایی چه ستاسی خدای یم ومی منۍ که نه دوزخونه مو ځای دی او هغوی چه خدایی یی ورله منلی هغوی ته یی په بی شمیره ډالرو سربیره لوړ لوړ مقامونه ( چه وړتیا یی هم نه لری ) هم ورکړی یعنی د دجال جنتونه ورته ډالی شوی دی. د کرزی او غنی په اړه دا قضاوت نور مه کوی چه ظالمان دی… نور لوستل »