ورزش

له یوې بلې تاریخي لوبې وروسته ټوتنهام؛ ایاکس ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووتله – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ په نیمه پایلوبه کې د ټوتنهام هاټسپر لوبډلې د هالینډۍ کلب لوبډلې ایاکس ته په تاریخي ماتې ورکولو د یاد لیګ پایلوبې ته لار وموندله.

د برازیلي لوبغاړي «لوکس مورا» لخوا په وروستۍ نیمایي کې درې ګولونو او د لوبې په وروستۍ ثانیو کې ګټونکی ګول وهل دغې لوبډلې ته تاریخي بریا ورکړه چې په مرسته یې لوبډله د چمپینز لیګ پایلوبې ته ووتله.

هالینډی کلب ایاکس چې تر ټولو ځوانه لوبډله ده په یاد لیګ کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، لومړی یې د ریال مدرید لوبډله په تاریخي ماتې بهر کړه، بیا یې د رونالډو لوبډله یوونتوس بهر کړه، بیا یې ټوتنهام لوبډلې ته د نیمه پایلوبې په لومړي پړاو کې په ۱-۰ ماتې ورکړه، په دویم پړاو لومړۍ نیمایي کې په ۲-۰ وړاندې والی درلود پایلوبې ته په لار موندنه بریالي نشول.

دغه لوبه چې تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پېل شوه، د ایاکس لوبډلې لخوا په زړه پورې پېل وشو، چې ۱۹ کلن لوبډلمشر ماتیاس دې لیګت په ۵مه دقیقه کې ګول وواهه، په همدې ډول په ۳۵مه دقیقه کې د مراکشي لوبغاړي حکیم زیاش لخوا دویم ګول ووهل شو چې په دې سره لومړۍ نیمایي په ۲-۰ پای ته ورسیده.

دغه مهال ایاکس لوبډلې د اګریګیټ قانون له مخې په ۳-۰ وړاندې والی درلود او ټوتنهام لوبډلې ته په کار وو تر څو د ایاکس په لوبغالي کې ۳ ګولونه ووهي، د دویمې نیمایي له پېل سره ټوتنهام لوبډلې غوره لوبه وکړه، چې په ۵۵مه دقیقه کې له لوکس مورا لخوا لومړی، په ۵۹مه دقیقه کې دویم او په ۹۶مه دقیقه کې دریم (هیټریک) تاریخي او ګټونکی ګول ووهل شو.

په دې سره ټوتنهام لوبډلې د اګریګیټ قانون له مخې په ۳-۳ چې درې بهرني ګولونه یې وهلي وو بریا خپله کړه او پایلوبې ته ووتله، دوی به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د لیورپول لوبډلې پر وړاندې پایلوبه ترسره کوي.

یاده دې وي چې وړمه شپه د برسلونا لوبډله هم د لیورپول پر وړاندې له یوه داسې تاریخي ماتې سره مخ شوه، دوی په ۳-۰ وړاندې والی درلود خو د لیورپول لخوا په ۴ ګولونو وهلو سره یې ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

https://youtu.be/ldhPykpO0ls

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx