نړۍ

صالح: قطر په لږ وګړو او ډیر مال غواړي چي په سیمه کي ځواکمن طاقت شي

ali_abdullah_sahlihنن ټکی آسیا: د یمن ولس مشر علي عبد الله صالح د قطر پر هیواد باندی تور لګولی، چي ګواکي په یمن کي د مظاهرو تر شا ولاړ دي.

او ګواښ يي کړی چي که چیري د هغي غونډي ته چي نومړی به د ولس مشري پرېښودلو سند لاسلیک کوي، د قطر هیواد څخه یو څوک راغلی، نو دی به لاسلیک ونه کړي، او نه به د ولسمشری څخه لاس په سر شي.

صالح د روسيې د یو تلویزوني چینل سره په مرکه کي وویل چي کیدای شي دده سند دلاسلیک مراسم د دوشنبې په ورځ تر سره شي، او د همدې غرض لپاره د نورو هیوادونو سره خبري او اړیکي نیول شوي دي، ده زیاته کړه، مونږ د ځینو خلیجي هیوادو د منځګړیتوب څخه نا خوښه یو، ځکه چي دغه هیوادونه د یمن په ضد په سازش کي شریک دي، مخالفینو ته پيسې ورکوي، او د هغو سره په مسلسله رابطه کي دي.

او زیاته یې کړه: ددوی سره مال ډېر دی، او ووګړي یې لږ دی، دوی نه پوهیږي چي خپل په مال څه وکړي، او غواړي چي په سیمي کي د یوي قوي هیواد په توګه وپيژندل شي، دوی غواړي د الجزیره تلویزون په زور یو قوي هیواد جوړ شي.

صالح وویل چي زه به لاسلیک ونه کړم، که چيري د خلیج هیوادو د خارجه د وزیرانو سره د قطر وزیر هم راغلی، او په قطر یي تور ولګوی چي ددغه پيښي څخه دوی غواړي یو سیاسي ګټه پورته کړي.

نومړي تور ولګوی چي د قطر هیواد اوس هم ټوله هغه ښورښونه چي په یمن، مصر، سوریا او ټوله عربي هیوادونو کي را منځته سوې، قطر یې تر شا ولاړ دی، او تمویله وي يې.

د خلیجي هیوادو مشرانو علی عبد الله صالح څخه غوښتنه کړې وه، چي نور واک پریږدي، او خپل هیواد او اولس د نورو کړاوونو نه وساتي، نومړي دا غوښتنه منلې وه په دې شرط چي دی به د اولس مشري پرېښودلو وروسته نه محاکمه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x