روغتیا

د روژې نیولو له شپږ مهمو روغتیایي ګټو ځان خبر کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): پوهان وایي چې روژه کولای شي د انسان بدن له یو شمېر ناورغیو څخه وژغوري، لکه په وینه کې د کولیسترول لوړوالی، د زړه ناروغي او چاغوالی، سربېره پر دې روژې سره د انسان ذهني توجه او فکر غوره او ارامه وي.

هغه مهال چې مونږ خوراک نه کوو بدن مو توانېدلی شي چې د زهریله موادو مخه ونیسي، کوم چې د هاضمې سیستم او د بدن په نورو برخو کې ستونزې رامنځته کوي.

همدا ډول پوهان وایي چې روژه د دماغو حجرې د ژور خپګان، سټریس او اندیښنو څخه ژغوري، د ذهني زوال ګواښ کموي او د بدن غوړ په سوزولو کې مهم رول لري.

هغه شپږ روغتیایي ګټې چې روژه دار ترې برخمن وي:

خرما خوړل

خرما د روژې میاشتې یو له مهم خوړو څخه دی، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وینا سره سم روژه دار پر خرما روژه ماتوي، په همدې ډول خرما په غوره هاضمه کې مهم رول لري، د پوټاشیم او میګنشیم ویټامینونو څخه ډک خواړه دي.

له بدو عادتونو لرې والی

روژه د سګریټ څکونکو یا کوم بل بد عادت لرونکو لپاره تر ټولو زرین فرصت دی چې ځان ترې وژغوري، په روژې سره انسان کولای شي د همیشه لپاره یو بد عادت پریږدي، ځکه په دې سره بدن له دغه بد عادت څخه د خلاصون لپاره عادي کیږي او په پای کې انسان کولای شي د روژې میاشتې په برکت له دغه غمه ځان وژغوري.

د وینې کولیسترول کموالی

په دې ټول پوهیږو چې د وزن کموالی د روژې یو له مادي ګټو څخه دی، د زړه ډاکټرانو د څیړنو پرمهال موندلې چې په روژې سره د انسان په بدن کې د وینې کولیسترول په پراخه کچه کمیږي د کوم په مرسته چې د زړه ناروغیو او دماغي سکتې رامنځته کیدو کې کموالی راځي.

دوامداره اشتیاه کموي

له خوراک څخه لرې والی د روژې پرمهال انسان له دوامدارې اشتیاه څخه ژغوري، په دې معنا چې د لوږې احساس به مو کم شي او په دې سره به مو د زیات خوراک کولو کچه راټيټه شي.

زهرجن مواد له منځه وړل

روژه د انسان لپاره غوره فرصت دی چې هاضمې سیستم یې د زهرجنو موادو څخه پاک کړي، کله چې بدن د انرژي تولید لپاره د غوړ زیرمې په کار پېل وکړي په دې کې زهرجن مواد په اتومات ډول سوزي، او په پای کې انسان د یوه صحتمند ژوند څخه برخمن شي.

دماغي کارکردګي پياوړې کوي

امریکایي څیړونکو موندلې چې په روژې سره د انسان دماغي کارکردګي غوره او لا هم پرمختګ کوي، په روژه نیولو سره بدن د دماغي حجرو په تولید کې ډیروالی راولي، او دا په انسان د فشار او خپګان کچه ټیټوي.

روژه د اسلام له پنځو ارکانو څخه دریم رکن دی چې د اجرونو ترلاسه کولو لپاره د غنیمت میاشت بلل کیږي، ددې سربېره یې یو شمېر روغتیایي ګټې هم دي چې هم نبوي طب او هم ساینسي طب په پراخه کچه ثابتې کړې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د روژې د ټولو مادی- معنوی ګټو تر څنګ بله شاعرانه ګټه:
کوم ظریف کس د یو روژتی څخه وپوښتل چي:
آیا روژه یعنی د لوږی اعتصاب؟
روژتی ورته وویل:
بلی، روژه یعنی د لوږی اعتصاب، منتهی نه د ( مارکسیسټی -لیبرالیسټی) په روحیاتو یو اعتراضی اعتصاب بلکه د غوښتنی د ایجابت اعتصاب ، معنی د خلقت د فابریکې رئیس موږ د فابریکې کارګرانو ته د مهربانی له مخی دستور راکړی دی چي لاس د لوږی په اعتصاب پوری کو څو په معاش او امتیازاتو کی مو ښه او مثبت بدلون راسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close