راتلونکو میاشتو کې به واټساپ پر ملیونونو کاروونکو بند شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پیغام استولو تر ټولو سترې شبکې واټساپ «WhatsApp» اعلان کړی چې په چټک ډول به په هغو ځیرک مبایلونو کې چې «وینډوز» چلوونکی سیستم لري د واټساپ استعمال بند کړل شي چې له کبله به یې په ملیونونو کسان په دغه کار اغیزمن شي.

د واټساپ چارواکي وایي چې د مایکروسافت شرکت لخوا چلوونکي سیستم «وینډوز» کې به د راتلونکې دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د واټساپ استعمال په تمامه توګه بند کړل شي.

د فیسبوک تر ملکیت لاندې واټساپ شبکه وایي چې له دې وروسته به د دغه ډول مبایل کاروونکو لپاره د واټساپ لخوا هیڅ نوې ځانګړتیا، د خوندیتوب اصلاحات او اپډیټ نه ورکول کیږي، او ځینې ځانګړتیاوې به یې په ناڅاپي ډول بندې کړل شي.

وینډوز د مایکروسافټ شرکت هغه چلوونکی سیستم دی چې شرکت یې په خپله هم د ملاتړ نه کولو اعلان کړی، او خپلو کاروونکو ته یې د سیستم بدلولو سپارښتنه کړې ده، اوسمهال نړۍ کې (۰.۲۸سلنه) خلک وینډوز لرونکې مبایلونه استعمالوي خو د انډرایډ سیستم چلونکو شمېره تر (۷۵سلنه) رسیږي.

د وینډوز چلوونکی سیستم د نړۍ یو له ناکامو سیستمونو څخه دی چې اوسمهال ډیر کم کاروونکي لري، همدا ډول په دې برخه کې د مایکروسافټ شرکت هم له یو شمېر ناکامیو سره مخ شوې ده. سره له دې به هم د واټساپ په دې بندیز سره د وینډوز چلوونکي سیستم په ملیونونو کاروونکي له زیان سره مخ شي.

واټساپ له دې وړاندې د هغه پخواني مبایلونو چې وینډوز سیستم یې درلود لکه د (بلیک بیري چلوونکی سیستم، بلیک بیري ۱۰، نوکیا ایس ۴۰، سامبا ایس ۶۰، د انډرایډ ۲.۱ سیستم، ۲.۲ سیستم، وینډوز فون ۷، ایفون تري چي/آی او ایس سکس ملاتړ ختم کړی و، او له ۲۰۲۰م کال څخه به د انډرایډ ۲.۳.۷ او ایفون او ایس چلونکي سیستم لرونکي مبایلونو ملاتړ هم ختم کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د