اروپایي هېوادونو کې د «شري وبا» په ګواښونکي ډول خپره شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې له امریکا وروسته په اروپایي هېوادونو کې د «شري وبا» په ګواښونکي ډول زیاته شوې ده.

د راپورونو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې د شري ناروغۍ تر ۳۴نیم زرو ناروغان راجستر شوي دي، چې د اروپا په ټوله لویه وچه کې یې ویره خپره کړې ده، په دغه ناروغۍ تر ټولو زیات اخته هېواد اوکراین دی چې په کې په تېرو دوو میاشتو کې تر ۲۵زرو کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

په ۲۰۱۸م کال کې دغه شمېره تر ۸۴زرو رسیدلې وه چې له مخې یې ۷۴ ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی و، له هغې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمېره تر ۲۵زرو او په ۲۰۱۶م کال کې یوازې ۵زره وه چې د روان کال شمېره یې حیرانونکې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي چې د اروپا په ۴۲ هېوادونو کې په شري ناروغۍ له ۳۴۳۰۰ ناروغانو څخه یې ۱۳ یا د نورو راپورونو له مخې ۳۰ ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی، او دغه وایروس لا هم د خپریدو په حالت کې دی.

د یوه راپور له مخې یاده اداره وايي «که په منظم ډول د یادې ناروغۍ په سمه توګه واکسین ونشي دغه وایروس به په ګواښونکي ډول به نورو هېوادونو ته هم خپور شي او باید په دې لړ کې له هرې لارې ګټه پورته کړل شي تر څو ماشومان ځوانان او لویان له یادې ستونزې څخه وژغورل شي».

شري داسې ناروغي ده چې درمل نه لري او یوازینی حل یې په خپل وخت واکسین کول دي، د تنفس له لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول بدن ته داخلیږي او اکثره اخته کسان پرې یا خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا ړوند کیږي، یا کوڼ کیږي او یا یې هم دماغ له منځه ځي، شري ناروغي په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې یو ستر لامل دی.

د راپورونو سره سم که د واکسین کولو کچه ۹۵سلنو ته ونه رسیږي د شري ناروغۍ خساره به داسې حال ته ورسیږي چې پرته له استثنا ټوله نړۍ به له ګواښ سره مخ کړي، د روغتیا نړیوالې ادراې پر اغیزمن شویو حکومتونو غږ کړی تر څو د شري ناروغي په مخنیوي کې د واکسین کول باوري کړي.

د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د ورکړل شویو راپورونو له مخې د امریکا په یو شمېر ولایتونو کې د شري ناروغي په حیرانونکي ډول زیاته شوې او ددې ناروغۍ ۷۱ ډولونه نور موندل شوي چې په یو شمېر ښارونو کې یې د خپریدو مخنیوي له امله بیړنی حالت هم اعلان کړی و.

تبصرې (2)

  • محترمو لوستونکو سلام

    زه چه د اطريش د پناهندګانو په مرکزي کمپ کي دنده تر سره کوم
    دلته هم د دغي ناروغۍ «شري وبا» ويروس د دو ماشومانو په واسطه چه په دغې بيماري اخته وه رارسيدلۍ وه خو مخکي له د چه خپور شي ټولو کارکونکو او ټولو پناهندګانو ته په ډير وړتيا او چټکۍ سره واکسينونه تدبيق شول او دخپريدلو مخه يي ونيوله او هغه دوه ماشومان يي له کورنيو سره قرنطين کړل او تر ډير جدي مراقبت لاندي و نيول شول او اوس دا دواړه ماشومان هم د دغي ناروغې له غمه خلاص شول
    نو افسوس مي دا دي چه زمونږ هيواد او خلک په څه حال چه ( هېپاتیتیس C ویروس يي ونيسي نو پياز ورته سورۍ کړي او په غاړه کښي يي ور واچوي) د ته وايي تداوي او مراقبت

    نيازمحمد له اطريش څخه
    په درناوې

    • په بحث کې ګډون وکړهجوړ تازه.
      نیاز محمد ته.
      موږ هم اطریش ته در راوان یوو.دلته جنګونه ،ډیر شوی دی.دوه ډوله عملیات زموږ عام ولس په ضد راوان دی.(خالید او فتح)
      ایا زموږ د قبولی څه چانس شته؟
      پخوا به کافرانو مسلمانانو ته پناه وروړه،اوس مسلمانان کافرانو ته پناه وروړی.
      افغانان خو ډیر د فتح او خالید څخه تیښتی،...