
د ګډو ځواکونو چاپه کې ټپي شوي د ننګرهار ليسې تدريسي معاون هم خپل ژوند له لاسه ورکړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ په شيخ کلا سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپه کې د څلورو ښوونکو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي ووژل او د ننګرهار عالي ليسې تدريسي معاون نور الله احمدزی يې ټپي کړ چې اوس يې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ننګرهار د عالي ليسې تدريسي مرستيال مولوي نور الله احمدزی چې د تيرې شپې په چاپه کې يې خپل دوه بچيان هم «حاجي محمد او معلم روح الامين» وژل شوي وو نوموړی ټپي شوی و چې څو شيبې وړاندې يې په روغتون کې ساه ورکړه.
په دې چاپه کې معلم ګل جان او معلم صداقت پلار او زوی چې د چپرهار د عالي ليسې دوه ښوونکي وو هم وژل شوي وو او دوه تنه ولسي وګړي ګډو ځواکونو له ځان سره بيولي دي.
مولوي نور الله احمدزي چې کلونه يې د معارف په برخه کې کار کړی دی نږدې اووه مياشتې وړاندې د ننګرهار عالي ليسې تدريسي معاون ټاکل شوی و.
https://twitter.com/hamza_abid2/status/1126492369329819648?s=19
نوموړی د ننګرهار په کچه يو له مهمو ښوونکو څخه و او په ښوونيز چاپيريال کې د معارف د ستوري په توګه يادېده.
په خواله رسنۍ کې ګڼو خلکو د ننګرهار د تيرې شپې په چاپه کې د ښوونکو په وژنه غبرګون ښودلی دی او د ننګرهار چارواکي يې له خپل ولس سره په جګړه بوخت بللي او همدا راز يې د ننګرهار وکيلان ننګولي دي چې خپل د خپل ولس د وژنې پوښتنه او دفاع نشي کولی.
ټولنيزو فعالانو ويلي دي چې حکومت او نړيوالو ځواکونو د هغه چا په وژنه او قتل عام لاس پورې کړی دی چې ولس ته د علم رڼا او سوکالي راوړي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري هم منلې ده چې د تيرې شپې په عملياتو کې ددې ولايت پنځه تنه ښوونکي وژل شوي دي خو تر اوسه نورو ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
کله چه می د پکتیا داسانو د قصاب بندی کیدل واریدل هیران سوم چه د اسانو قاتل [قصاب] نیول کیږی مګر دانسانانو قاتلین ازاد ګرځی. او دوهم پرون چه می د آسانو سرونه به نن اسیا کی ولیدل او بیا د ننګرهار د ښوونکو عکسونه نو یوه مقایسه می تر نظر راغله هغه داچه څوک چه د ځان دفاع په افغانستان کی نه شی کولای هغه به وژل کیږی او د بینه به ځی. پر یوه قصاب ظالم سو او پر نورو د واک ،قدرت وږی د توبک شبیلی راسته کړه. یو غواړی خپل اولاد موړ کړی اوبل غواړی خپل… نور لوستل »