افغانستان

خوست کې د اسونو غوښې پلورنکي نيول شوي دي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل): په خوست ولایت کې دوه تنه قصابان د اسونو د غوښو د خرڅولو په تور نيول شوي دي.

د خوست ولايت چارواکي وايي چې د خوست ښاروالۍ د مسؤلينو له لوري دوه تنه قصابان چې په خوست ښار کې يې د اسونو غوښې پلورلې لاس په لاس نيولي دي.

د ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تورنو کسان د خوست ښار مال منډۍ ته څېرمه د مالونو په يو سرای کې اسونه حلالول او بيا يې په بازار کې پلورل.

تورن کسان د پلټنو له پاره امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې له حلالو څارويو پرته نور څاروي ذبح کيږي او په ښار کې يې غوښې خرڅيږي، مګر تر دې وړاندې د پلازمينې کابل په ګډون په ګڼو ولايتونو کې دا ډول پيښې رامنځته شوي دي خو تورن
کسان وروسته د پيسو په مقابل کې خوشې شوي دي.

په خواله رسنيو کې په دې روژه کې د يادو قصابانو دا عمل سخت غندل شوی دی او له چارواکو څخه يې ورته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی :
افغانستان کی د انسانانو غوښی خوړل کیږی څه کرزی او غنی وخوړی او څه یی امریکا او ناتو ته ورکړی او ورکوی.
دوهم :
دا چه افغانستان کی الهی نظام په ځای شیطانی ( دموکرا سی ) چلیږی، د مسلمانانو ارک کی عیسیاڼی ناسته ده د قرانو توهین کیږی سوځول کیږی ملایان او طالبان وژل کیږی اسلامی تعلیمی نصاب په اروپایی وحشی نظام او افغانی اسلامی فرهنګ په دیموکراتیک حیوانی فرهنګ بدل شو د هیواد خپلواکی مو په غلامی بدله شوه د خرو او اسونو غوښی خوړل هم روا کیږی وایی کله چه جرم عام شی قانونی کیږی

دوهم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close