
د طالب او امریکايي استازو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹غويی، ۱۳۹۸ل):د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د افغان سولې په تړاو شپږم پړاو مذاکرات چې تېره اونۍ پیل شوي وو؛ نن پای ته ورسېدل.
د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « په دې پړاو مذاکراتو کې د تېر دور خبرو په دوران کې د چمتو شوې مسودې په برخه کې پرمختګ او ځینې هوکړې شوې».
شاهین وړاندې زیاتوي «دواړه لوري به د همدې پړاو په لاینحله نقاطو باندې له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي او د مشورو تر بشپړولو او په اختلافي نقاطو باندې بحث ته تر تیارېدلو وروسته به نوي پړاو مذاکرات پیل کېږي».
د شاهین په وینا؛ دا دور خبرې مثبتي او له حیاتي پرمختګونو سره مل وې او دواړو لورو د یو بل نظرونه په زغم او غوره طریقه واورېدل.
(1/1) Today, the 6th round of talks between IEA and US negotiation teams ended, with some progress made on the draft agreement prepared in the last round of talks. Both sides will consult with their leaders and discuss the remaining points in the next round of talks.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) May 9, 2019
یاده دې وي چې؛ د طالب او امریکايي استازو تر منځ د شپږم دور مذاکراتو د پای ته رسېدو خبرونه داسې مهال مخته راځي چې؛ تر دې وړاندې باور داسې وو چې؛ شپږم پړاو مذاکرات به د هوکړو په اعلان او د ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسېږي خو؛ د طالبانو له څرګندونو ښکاري چې؛ لا هم ځیني اختلافي نقاط د دواړو لورو تر منځ بې حله پاتې دي چې؛ تمه ده راتلونکی پړاو کې په بشپړ ډول حل شي.
جوړ په خیر.
د قطر غونډه کی د جوړی خبری نه کیږی.طالیب او امریکا په دا سره غږیږی چه نور څومره قتل وکړو؟څنګه ولس قتل کړو؟کوم ولایت کی قتل وکړو؟
د افغان ولس حوصله ختمه ده دا پړاوونه نور ختم کړی. په دا پړاوونو کی افغان بی دفاع او بی وسه ولس سرو کفار سټ کړ. کفارو زمونږ بیخ ایستلو ته ملا تړلی ده او مونږ یی پدی منافقو پړاوونو مشعول په چل او فریب کی راګیر کړی یو. کفار غواړی پدی منافقت سره د افغان ولس د ازادی غوښتونکو مستحکم او منظم صف تیت او پرک کړی ډلی ټپلی پکی جوړی کړی او له یو بل یی بیزاره او پر یو بل باندی یی شکمن کړی. علماء کرام باید بی له ځنډه د اشعال خبره نهایی کړی او په… نور لوستل »
No more phases, Afghan nation demands for a quick ending of occupation which can lead to a stable and real peace or let know the Afghan nation about the hypocrisy, deception and conspiracies of the hypocrites, so the Afghan nation can stop waiting and find alternative for defense and protection