د حالاتو انځور: عبيدالله علم

عبيدالله علم

داسې شكاريږي چه ملا كوي اذان له سره
بيا به ټول پوه شي په خپل گټه او تاوان له سره

ډېر د پرديو حقوق خپل ځان ته حلال وګڼي
ضمير ته هيڅ نه ملامت وي نه پشېمان له سره

دا شتمني او بلډنګونه دوی موندلي چيرته؟
چه اوسیدل به دوی په دشت او بيابان له سره

دا د هندارو بلډنګونه به شي پاتې درنه
پکشې اوسيږي به د پاک رب ملنګان له سره

دا بدمعاشي او عياشي به ور نه پاتی وي بيا
په بازارو کې به بيا پلوري كچالان له سره

أوس خو نفرت ملت له داسې رسنيو کوي
هيڅ به معاف نکړي خياطان او فرهنگيان له سره

سر به يې کوز وي کړي به آه د مجرمانو په څېر
له سرټيټۍ نه به ونه ګوري اسمان له سره

دا د دروغو ملايان به يو هم پاتي نشي
قسم به وکړي همه واړه وكيلان له سره

هر چاچې ظلم زموږ په سر او زموږ په مال کړی دی
ټول به قصاص شي د الله په پاك فرمان له سره

عبيد علم كه چيري كيناست د انصاف په چوکۍ
كمونستان به په خپل لاس کړي راويزان له سره

عبيدالله علم

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د