افغانستان

خلیلزاد: د سولې برخه کې چټک پرمختګ ته اړتیا ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د پای لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره د وروستیو خبرو اترو تړاو لیکلي چې باید چټک پرمختګ وکړي.

هغه په غبرګو ټویټونو کې لیکلي، چې خبرو اترو کې جزییاتو ته رسېدلي خو د دې تر څنګ ډېری وخت «خنډونه هم په جزییاتو کې را پیدا کېږي.»

خلیلزاد زیاته کړې، روانې خبرې اترې کافي نه دي، ځکه چې په جریان کې يې هم «ولسي مرګ‌ژوبله» پېښېږي، نو په وینا يې «موږ چټک پرمختګ ته اړتیا لرو.»

قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو اترو شپږم پړاو د روژې د یوې ورځې وقفې په ګډون تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، پر ځينو مسائلو هوکړې شوې او په ځینو برخو کې پرمختګ شوی، خو د دې تر څنګ اختلافي مسائل هم شته چې باید دواړه اړخونه يې له مشرانو سره پرې مشورې وکړې.

هغه لیکلي: «دواړه لوري به د همدې پړاو په لاینحله نقاطو باندې له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي او د مشورو تر بشپړولو او په اختلافي نقاطو باندې بحث ته تر تیارېدلو وروسته به نوي پړاو مذاکرات پیل کېږي.»

تر اوسه لا هم د راتلونکو مذاکراتو نېټه په ډاګه شوې نه ده، خو دا چې ولې د شپږم پړاو خبرې اترې بشپړ توافق ته ونه رسېدلې، علت يې لا هم پر ځينو مسائلو اختلاف یادېږې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

که رښتیا سوله غواړی د اشعالګرو وتلو چټک مهالویش اعلان کړه چی سمدستی سل په سلو کی سوله راشی…. سوله تاسو له مینځه وړیده او د سولی راتلو مخه هم تاسو ډب کړیده. د افغان ولس سترګو ته خاوری مه شیندی نور منافقت بس کړی ناولی پوځونه مو له افغانستانه اوباسی. خلیلزاده ستا مطلب له چټک پرمحتګ څحه د علامۍ قبولول دی؛ ته اوربند غواړی پداسی حال کی چی د هوا او ځمکی دواړو واک او اختیار له امریکی سره دی. شپه او ورځ بمبارونه او د افغان ولس قتل عام به د چا هیر شی او د روان وحشت… نور لوستل »

منتقم منګل

A quick ending of the occupation is the quick advancement in the peace process, let’s follow the facts and avoid further tricks

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x