افغانستان

طالبان: د بشري حقونو «مدعیان» دې، د زندانیانو روغتیا ته پام وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): دوه ورځې وړاندې په څرخي‌پله زندان کې یو تن سپین ږېری زنداني د ناروغۍ له امله په حق ورسید، چې له امله يې طالبانو یو ځل بیا د بشري حقونو فعالو بنسټونو ته د پړې ګوته نیولې ده.

ملا محمد نبي چې د فرا ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و، له اوو کلونو راهیسې څرخي‌پله زندان کې زنداني و، له سختې ناروغۍ کړېده، خو نه يې خپلوانو ته اجازه ورکول کېده چې تداوي يې وکړي او نه هم حکومت پرې غوږ ګراوه.

طالبانو د نوموړي عمر خوړلي زنداني پر وفات خواشيني ښکاره کړې او پر همدې مناسبت خپره کړې اعلامیه کې يې لیکلي: «نوموړی بندي په داسي حال کي خپل ژوند له لاسه ورکوي چي د کابل مزدوري ادارې او يرغلګرو په زندانونو کې زرګونه مظلوم بنديان په بېلابېلو ناروغيو اخته دي خو د کابل اداره او غربي ملاتړي يې چي د بشري حقونو د دفاع مدعيان ځانونه ګڼي؛ د مظلومو ناروغو بنديانو تداوۍ او صحي وضعيت ته هيڅ ډول کړنلاره او توجه نه لري.»

طالبان چې پخپل تشکیل کې د بندیانو د چارو کمیسیون هم لري، «يو ځل بيا پر ټولو نړیوالو حقوقي سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو، بشري ټولنو او ادارو ږغ کوي چي د دا ډول بشرضد کړنو په مخنیوي کي خپله وجيبه اداکړي، د انساني او اسلامي خواخوږۍ له مخي خپله هم لاس په کار شي او په دغه برخه کې پر اړوندو چارواکو زور واچوي ترڅو د ناروغو بنديانو روغتیا او درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د ځينو ښکاره زندانونو تر څنګ ملي امنیت ځانګړي زندانونه هم لري، چې نیول شوي کسان پکې د شکنجې هر ډول څکي.

وړمه ورځ هم د لوګر یو تن طالب العلم ګلزار خان د ملي امنیت زندان کې له سختو شکنجو وروسته سا ورکړه او کورنۍ ته يې داغ داغ جسد وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

اخ بحتوره جنتی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x