افغانستان

امریکا؛ د متقاعدو عسکرو ډله، له افغانستانه د وتلو لپاره کمپاین کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹غويی، ۱۳۹۸ل): امریکا کې د متقاعدو عسکرو ډلې پر حکومت غږ کړی چې له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو ژمنه دې عملي کړي او د پردیو هېوادونو اشغال ته دې د پای ټکی کېږدي.

سې ان ان د دې ډلې پر حواله پرون لیکلي، دوی له ټرمپه غواړي چې ژمنه عملي کړي او خپل عسکر د مرګ له کومي را وباسي.

دا ډله چې د کوک په نوم میلیاردر له خوا تمویلېږي، د کالډویل په نوم یو تن يې مشري پر غاړه لري، هغه افغانستان کې د روانې جګړې سرسخت مخالفت دی.

کالډویل وايي دوی غواړي خواله رسنیو او ټوله امریکا کې دا کمپاین وکړي چې ولس پر حکومت فشار راولي او خپل عسکر له افغانستانه را وباسي.

سرچینه د هغه له خولې لیکي، موږ منځنی ختیځ بشپړ نه شو هېرولی « خو دا مو باور دی چې د نورو هېوادونو د اوږدې مودې اشغال زموږ په زیان دی او موږ نه‌شي خوندي کولی.»

د دې کمپاین یو غړی هم ورته نظر لري هغه زیاتوي، دا به د امریکا په کچه یو کمپاین وي او هڅه کوي چې «ټول هېواد کې خپل پلویان منظم کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو شپږم پړاو له نهايي پرېکړې پرته پای ته ورسید.

دې خبرو اترو کې چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو لا له وړاندې توافق شوی دی، دواړه اړخه مني چې جزییاتو کې ځینې مسائل لا هم د بحث وړ دي.

امریکا د ناټو غړو هېوادونو په ملګرتیا د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان برید وکړ، چې د داخلي ملګرو په ملتیا يې لا هم شپني عملیات او خونړۍ بمبارۍ دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

پخوا حکومتونه د ملت له خوا ټاکل کیدل او د ملت خدمتګار او اجیران وو یعنی ملت ورته د ورسپارل شوو دندو د باره معاش ورکولو. د حکومت یوه دنده د خلکو تر منځ د عدالت ساتنه وه چه امنیت ورسره خوندی او ټولنی د هوساینی خواته پرمختګ کولو ، بله دنده یی د مافیه وو مخه نیول ، نیول او محاکمه کول وو. له بده مرغه ، مافیه قرار قرار دومره پیاوړی شوی چه حکومت نه حکومتونه یی اشغال کړی یعنی د نړی ټول حکومتونو بین المللی مافیه وو څخه جوړ شوی د دموکراسی د چتر لاندی مظلوم بشریت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x