افغانستان

ټاکنې؛ د کابل ولایت د پایلو ۲۰ سلنه پاڼې ښايي ورکې وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، امکان دې ولري چې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو ۲۰ سلنه پاڼې ورکې شوې وې.

د دې کمیسیون غړی او منشي قاسم الیاسي وايي، دوی تر اوسه نه پوهېږي چې په دې اندازه پایلې پاڼې چېرته دي، په وینا يې «نن مو هم یو ځانګړی مکتوب د همدې لپار لېږلی چې دا شل سنله پاڼې را پیدا کړي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عصمت الله مل هم دا تاییدوي چې ځينې اسناد ورک شوي، خو په وینا يې څومره چې دوی ته رسېدلي دوی ټول د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپارلي.

مل طلوع‌نیوز ته ویلي: «ځينې اسناد خدایزده څه شوي، موږ ته هم معلومه نه ده.»

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نعیم اصغري وايي، دا چې ځينې رایې يې باطلې اعلانولې او دوی ته يې هم د څار اجازه نه ورکوله نو دا شکونه پیاوړي کېدل چې د رایو ابطال تخنیکي پرېکړه نه؛ بلکې سیاسي فشارونه و.

د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال شوې، خو لا يې هم د کابل ولایت پایلې په ډاګه شوې نه دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ، چې د دې ولایت لومړنۍ اعلان شوې پایلې هم لغوه دي او باید د درېیم ځل لپاره ټولې رایې یو ځل بیا وشمېرل شي.

دا په داسې حال کې دی چې د کابل د خلکو له استازیو پرته د پارلمان اوولسمه دوره پراینستل شوه او ولسي جرګه له اداري هئت پرته غونډې هم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

ما خو مخکي هم ويلي وه، چه دا دغلو او يو پسکن حکومت دي. کاروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x