د لویي جرګې دوهمه ورځ او د یوه ماشوم د چيغو دردناکه خاطره

ډېوه همت لور

کله چي د دوی په وينا د لویي مشورتي جرګې له امله تر یوې اوونۍ رخصتۍ وروسته سهار پوهنتون ته ولاړم ، د پوهنتون یوې کارکوونکي خاله دفتر ته چای راوړې . لومړی خو سهار وختي زما سترګي د عادت سره سم د نن ټکي اسیا د خبرونو پر پاڼي بوختي وې ، خو کله چي خاله ته متوجې سوم ، ګورم چي د نوموړي بڼه تر پخوا ډېره اوښتې ده. شونډان یې چاودلي دي ، خوله یې وتلې ده ، رنګ یې تور اوښتی دی…. د دې حالت په لیدو مي ژر پوښتنه ځني وکړه: خاله جانې! ناروغه یاست؟

خاله بیچاره مسکۍ سوه په داسي حال کي چي مېز یې صافه کاوه ویې ویل: استاد جاني! لویي جرګې خو پر موږ یو مرګ تېر کړ. موږ یې دونه وبېرولو چي له امله يې دې حالت ته را ورسېدم.

د پېښي په اړه چي مي پوښتنه ځني وکړه ، نو بې وزلي خاله کیسه پیل کړه او راته ویې ویل: زموږ کور د لویي جرګې د خیمې تر شا د غره په لمن کي دی. د لویي جرګې په دوهمه ورځ چي د سې شنبې ورځ وه ، ناڅاپه یو وحشت ناکه ږغ پیل سو او سم دستي یو عجیب او غریب ماشین ( ښايي دور بین لرونکې ډرون الوتکه وه) چي مخکي مو هیڅکله نه وو لیدلی، په هوا کي زموږ د کور پر سر راپورته سو. ګاونډیانو او د کوڅې خلکو نارې کړې چي بهرنیان دي، بمباروي مو!

د دې ماشین په راپورته کېدو سره سم دستي داخلي عکسرو پر ټوله سیمه چاپه ووهله او سیمه په څو شېبو کې تر محاصرې لاندي ونیول سوه . خاله وایي: کله چي زموږ د کور دروازه وټکول سوه ، کوچنۍ لور مي دروازه پرانيسته ، سمدستي داخلي عسکر د وسلو سره په کور را ننوتل چي ښځينه عسکري هم ورسره وې، زموږ غریبانه کور یې محاصره کړ او موږ ته یې وویل: موږ ته راپور را رسېدلی دی باید ستاسي کور تلاښي کړو. خاله وايي: لومړی خو زموږ د کور له پاسه د هغه ماشین په راپورته کېدو سره چي يو ډول عجيب وحشتناک ږغ یې درلودی وبېرېدم ، ځکه مخکي موږ داسي یو څه نه وو لیدلی ، بیا کله چي مو ناڅاپه په کور عسکر را ننوتل ، نو بیخي ډاډه سوم چي نور ژوندي نه پاته کیږو. حتما د بهرنیانو له خوا د بمباریو لپاره په نښه سوي یو. ځکه اورېدلي مي وه چي په همدې ډول بې ګناه خلک د دې ځناورو له خوا قرباني کیږي .

خاله وایي : څنګه چي مي خاوند په پوهنتون کي باغوان دی ، هغه ته رخصتي نه وه ورکول سوې، هغه هم په کور کي نه وو. یوازي زه د خپلو څلورو لوڼو او یوه کوچني زوی سره په کور کي وم. کوچني زوي مي د ماشین د ږغ او د عسکرو او د هغو د وسلو په لیدو چیغي پیل کړې او زه یې ټینګه ونیولم. ما ژر خپلي لوڼي ګوښه کړې او خپله هم یوې ګوښې ته سوم. ښځينه عسکرو په ډېره بې نزاکتي سره هر څه سره پاشل او ګډوډ را غورځول. کله چي به یې د دروند شي په پورته کولو وس نه رسیدی، نارینه عسکر به یې د هغه د پورته کولو لپاره را وغوښتل او هغوی به د بوټو سره په خونو وتل ننوتل. خاله وايي : ما د یوې ښځینه عسکري څخه چي تلاښي یې کول په لړزېدلي ږغ، د بېري او وهم په حالت کي پوښتنه وکړه چي څه سوي دي ، ولي تلاښي کوئ؟ هغې راته وویل : موږ ته راپور رارسېدلی دی چي دلته په یوه کور کي مخالفین پټ دي؟! او غواړي لويه جرګه ګډه وډه کړي. خاله وايي: ما غوښتل خپل خاوند ته پر موبايل زنګ ووهم، خو د عسکرو له خوا اجازه رانه کړل سوه . زوی مي د بیري له لاسه پرله پسې چیغي وهلې، ټینګ راپوري نښتی وو او هره شېبه یې همدا تکرارول مور دوی موږ وژني! د لوڼو رنګونه مي ژړ اوښتي وه او ارياني وې چي نور به لا څه کیږي. د ښځینه عسکري د خبرو په اورېدو سره مي پښې سستي سوې ، ستونی مي وچ سو، د بمبارۍ د بیري له امله مي خوله ووتل ، شونډان مي و چاودل. فکر مي وکړ چي ښایي موږ هم نن د بهرنیانو د ځنارانه بمباريو ښکار سو، په داسي حال کي چي له هیڅ هم خبر نه وو .

کله چې د کور تلاښي پای ته ورسېده او عسکر پرته له څه موندلو له کوره د وتو په حال کي وه ، د خوني په کونچ کي د ټلویزیون په یوه چینل کي د نمایشي لویي جرګې په تالار کي د ناستو تش په نامه سوله غوښتونکو د لاسونو ټکول وليدل سول.

د چکچکو ږغ زما د زوی چي ډېر بېرېدلی وو او پرله پسې یې چیغي وهلې توجه ځانته جلب کړه . زوی مي په داسي حال کي چي سترګي یې له اوښکو ډکي وې، سلګۍ یې وهلې او زما لمن یې ټینګه نیولې وه ، د ټلویزیون لور ته کتل او د ځان سره یې دا تکرارول : مور دوی موږ وژني! دوی موږ وژني!

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اللهُ تعالی دی د دی خاطره په بدل کی اجرونه درکړی .

دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

محترمی ډیوه همت لور ، د تاسو محترمه غیرتی خالی او ددی نازدانه اولادونو باندی د افغانی عسکرو د امریکائی وحشی اکټونو تلاشی به د بی ځایه او غلط راپور په اساس قیامت تیر شوۍ وی ددی اجنبیو غلامانو سره ددوی بادارانو د افغانستان په هره برخه کښی د غلطو او بی ځایه تلاشیو په اساس افغان غیرتی ملت د روحی زجر لاندی راوستۍ او اکثره نارینه د ځانو سره اخلی او وروسته مړۍ ژوندۍ ئی نامعلوم وی ! تر څو چی ملی افغانی او افغانان ددوی وحشت ته د تماشا په څیر ګوری نو دا ډول وحشت به دوام… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
هر ولسی وګړی که د دولت کنترول سیمه کی وی او که د طالیب کنترول سیمه کی وی،باید ځان د دا یرغل ګرو څخه په کلکه وساتی.
ولس د دولت او د طالیب څخه یرغمل نیول شوی دی.نو د یرغمل په وخت کی باید یرغل د امر سره سم اجرات وکړی،
کنه طالیب او دولت به د سر په کپړو د اجل اوبه درکړی.امریکا څخه ګیله مه کوی .هغوی هسی هم کافران دی.