
د خوست حیثیت ته هېڅ زیان نۀ رسي
محمد رحیم سکندر
ماشومان چې مار، لړم لۀ غاره راباسي او یا د غومبسو ټمبکه/ ځاله ړنګوي نو لۀ اور، تیږو او لوټو کار اخلي او د دغو حشراتو سره، سره هغه ځای ته هم یو څۀ زیان رسوي.
خو پوی او لویان بیا لۀ دواپاشۍ او بلې لارې کار اخلي.
پرونۍ د آس، سپي او خرۀ د غوښو پلورلو موضوع چې خوست کې توده وه هم یو څۀ داسې وه چې ماشومانو او لویانو دواړو برخه پهکې اخیستې وه.
تر دې وړاندې هم د خوست په بې سرحده روغتون یو رپوټ جوړ شوی و چې عنوان یې ” د ماشومانو فابریکه ” ورکړی و،
ځکه میاشت کې ۲۰۰۰ ماشومان پهکې زیږي.
بیا زیاتو خوستوالو دغۀ عنوان سره حساسیت ښودلی و، خو وروسته چې مونږ خبریالان بې سرحده روغتون کې بهرنیانو سره کېناستو نو وروستۍ خبره دا وه چې دا نړیوال خبریالان دلته راغلي وو او په نوره نړۍ کې دا ډول عنوان کوم حساسیت نۀ پاروي او یوازې جالب عنوان په کار وي.
لۀ هغه وروسته ما یو رپوټ جوړ کړ چې “خوست کې ځینې نجونه په خپله خوښه د وادۀ غوښتنه کوي” نو بیا دا رپوټ خبریال ډاټ کام لۀ سلام وطندار سایټ نه پټ کړ او لږ لوڅ عنوان یې ورکړ ” خوستۍ نجونه پخپله خوښه مېړۀ غواړي ” بیا یې د زیاتو خوستوالو حساسیتونه راپارولي وو او ځینو دا هم ورته لیکلي وو چې دا ښه ګټوره موضوع ده خو که الفاظو کې یې ظلم نۀ وی شوی او زیاته کړې یې وه چې که څوک ووایي پلار دې راغی او که څوک ووایي چې د مور مېړۀ دې راغی نو دوهمه جمله د اولې پرتله بده لګي.
اوس خبره دا ده چې تېر ځل هم ښاروالي د مړې مېږې په پلورلو یو مجرم نېولی و او فسبوک کې همداسې غوغا جوړه وه لکه دا نن او پرون، خو بیا پته ونۀ لګېده چې هغه مجرم په سزا ورسېد او که یوازې هغه ګاډیوان ماشوم ښوونځي کې شامل شو!؟
اوس نو بله خبره دا ده چې که د آسانو، خرو او سپیو غوښو پلورونکو ته هم سزا ورنۀکړل شي نور خلک بیا په نورو برخو کې په بې غمه زړۀ جرمونه تر سره کوي.
خوست کې نور هم زیات تولیدي او څېړنیز رپوټونه جوړېدی شي، خو د ټولنیزو حساسیتونو لۀ امله پې غلي یو او د دې بل تاوان دا دی چې ستونزې که رپوټ نۀشي نو خورېږي او سبا یې تاوان زما او ستا تر دروازې هم رسي.
ما ډېر کله د همدې حساسیتونو لۀ امله مخکې لۀ رپوټ کولو څو ځله په ستونزه کې ککړو کسانو ته خبرداری ورکړی چې خبریالان رپوټ درباندې کوي مکسد خبر دې وئ ځکه دې سره خوست بدنامېږي، د ځینو کور ودان هغه ستونزه یې هواره کړې او لۀ ناوړه کاروبار تېر شوي.
ښه یا بده بېلګه یې د تڼیو “ملنګانو زیارت” کې وه چې په دې عقیده به خر په زیارت کې ذبحه/ حلالېدۀ چې وروستلی بېلارې کس او لېونی لارې ته راشي او هغه خر به یې بیا غرۀ کې مارغانو ته غورځاوۀ.
زۀ دغۀ ظلم ته دوه کاله تاو راتاو شوم، بیا مې ملي امنیت کې ملګرو سره موضوع شریکه کړه، لۀ نېکه مرغه څو ورځې مخکې خبر شوم چې اوس د خرۀ پر ځای غوا حلالوي او یا د ناروغ کس کورنۍ نغدې پیسې منجورانو ته ورکوي.
د ستونزو په لۀ منځه وړولو کې د خوست حیثیت ته زیان نۀ رسي بلکې نوم یې ورسره لوړېږي، زیان هغه وخت رسي چې ستونزه موجوده وي، لۀ منځه یې نۀ وړي او بېګانه خلک خپلو کې پسپسک سره کوي.
خوست د مېلمهپالنې نوم وخوړ، څۀ خپلو او څۀ مېملنو نمک حرامي کړې.
د خوستوالو د باهمته، باشرفه، بافرهنګه، باعزته، اسلامي او پښتني خویونو اغېز لۀ امله ما اکثره خلک نۀ پېژني چې د خوست دی او که د بل ځای!؟ ځکه ټول خویونه او لهجې مې خوستۍ شوې دي.
خوست لۀ هغو عکسونو باطن کې زیات ښکلی دی چې فسبوکیانو رنګونه ورتېز کړي.
دا مې خووووووست دی
شعر لري
ادب لري
روهي لري
کارواااااان لري
لوووووی افغانستان لري
د خوستوالو اوسنی حالت می سخت زوروی
د خوست د هری بد مرغی تر شا د
لوڅو سریالو ثمره ده او بس
د خوست پخوانۍ برم نسته د پشتنو له زړو غورځیدلﺉ
خوست د دوشمن ځاله او ارامګا ګرځیدلې
د دوشمن ټول پلانونه له خوست ترهه کیژی بیا نورو ولایتو کې افغانان په وژنی.
بلکل خوست وبایلله
خوست په پښتني سیموکې پنشیر په تاجکو اوبامیان په هزاه کي سیموکې هغه سیمې دي چي زیاتره سیمې یې د امریکایانو په لاس کې دې
زه دخوست دمجاهدینو قربانۍ نشم هیره ولای خو اکثریت خلک یې دامریکایانو کارمندان دي
شریکه! اصلاً دومره وسوسې ته اړتیا نشته. هر بنی آدم د خپلو ښو او بدو کړنو مسئول خپله دی.د یو کس ښه یا بد نوم اصلاً د هغه د کهول او کوڅې او ناحئې او ښار او ولایت او هیواد سره کوم خاص تړاؤ نه لری البته دلته یو ډول روحی مسئله دخالت لری چي مثلاً د یو نامتو شخص د کوڅې او ښار اوسېدونکی د هغه نامدار شخص په درانه شخصیت د ویاړ احساس کوی خو دا باید ددې معنی و نه لری چي مثلاً د یو بد کس یا کسانو په کړو هم باید د هغه کلی یا… نور لوستل »