افغانستان؛ سکاټلينډ ته يو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۸): د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ په دويمه يو ورځنۍ سيالۍ کې افغانستان د DLS قانون له مخې د دوه منډو په توپير بريا خپله کړه.

په ياده لوبه کې سکاټلينډ لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې ۳۲۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ميکليوډ ۱۰۰ او کويټزر ۷۹ منډې جوړې کړې.

ګلبدين نائب چې په لوبډلمشرۍ کې يې لومړۍ سيالۍ لوبوله تر ټولو زياتې ۳ ويکټې واخيستې، حميد حسن چې ۳ کاله وروسته يو ورځنۍ سياليو ته راستون شوی و ۲ ويکټې واخيستې، همداسې افتاب عالم هم دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان لخوا رحمت شاه په زړه پورې سليزه ووهله، نوموړي ۱۱۳ منډې جوړې کړې، محمد شهزاد او حشمت شهيدي هم نيمه سليزې ووهلې، په وروستۍ کې د اصغر چټکو منډو جوړولو افغانستان ته بريا ورکړه.

افغانستان ته يو مهال په ۳۱ توپونو د ۵۶ منډو اړتيا وه، چې لوبه د ورښت له کبله وځنډيده، وروسته د ورښت اوږديدو له کبله په DLS قانون پريکړه وشوه چې افغانستان په ۲ منډو بريا خپله کړه.

د يادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د ورښت له کبله لغوه اعلان شوې وه.