افغانستان

امریکا د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په سرحدي دېوال لګوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د «مکسیکو» سره په پوله باندې د دیوال جوړولو لپاره د افغانستان د دولتي ځواکونو لپاره ذخیره شوې پیسې کاروي.

رويټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکي چې؛ د یاد دیوال د جوړولو لپاره څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالره له هغو پیسو څخه ورکول کېږي چې؛ د امریکا دولت په افغانستان کې د دولتي عسکرو د تمویل لپاره بېلې کړې وې.

دې چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له رويټرز سره خبرې کړې زیاته کړې چې د «۲۰۱۹ م کال لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته د امریکا له بودیجې ۴.۹ بلیونه ډالر ځانګړي شوي وو چې له منځه یې ۶۰۰ میلیونه ډالر د مکسیکو سره په سرحد باندې د دیوال جوړولو لپاره د ټرمپ د ادارې له لوري وګرځول شول».

یاده دې وي چې؛ امریکا داسې مهال له ګډ حکومت او دولتي عسکرو سره  د خپل مالي ملاتړ کچه راټیټوي چې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، یاد مذاکرات چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل یې تر ټولو اساسي موضوع وه د دواړو لورو په خبره له «پرمختګونو» سره مل یې شپږم پړاو تېره ورځ پای ته ورسېد او د دواړو لورو له څرګندونو څخه تر ډېره دا حس کېدله چې؛ امریکا له طالبانو سره د عسکرو په وتلو سلا شوې.

بل لوري ته؛ د امنیتي او نظامي چارو شنونکي په دې باور دي چې؛ که امریکايي عسکر له افغانستان څخه ووزي، امریکا به له ګډ حکومت سره د خپل مالي ملاتړ کچه صفر ته راکښته کړي او په پایله کې به یې ګډ حکومت ونړېږي.

د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار «مک ماسټر» هم په ورته اند دي، د نوموړي په خبره ګډ حکومت د  امریکايي له مالي او بشري ملاتړ پرته د طالبانو په وړاندې نشي ټینګېدای او د امریکايي عسکرو له وتلو سره به ونړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ښه اقدام دی نوم دې افغان پاپټز وار وال پرې کښېږدي
Afghan Puppets War Wall

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x