افغانستان

رویټرز: طالبان په «تبلیغاتي» جګړه کې تر حکومت او امریکا وړاندې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «رویټرز» د طالبانو په رسنیز فعالیت، اغېزمنتیا او ددې ډلې د دوو مشهور و ویاندویانو «ذبیح الله مجاهد» او «قاري یوسف احمدي»په فعالیت باندې اوږد راپور خپور کړی او طالبان يې په تبلیغاتي جګړه کې برلاسي یاد کړي.

د راپور په بنسټ؛ ګډ حکومت او امریکا په تبلیغاتي او رسنیزه برخه کې د طالبانو په پرتله وروسته پاتې دي او اوس هڅه کوې په دې برخه کې په طالبانو پسې ځان ورسوي.

راپور وړاندې زیاتوي؛ طالب ویاندویان چې موقیعت یې تثبیت کېدلای نشي، د افغانستان په شمېرو ټولنیزو شبکو ته لاسرسی لري، په پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو ژبو خپل مطالب خپروي  او په یوه ساعت کې دننه د رسنیو او خبریالانو پوښتنو ته ځواب وايي چې؛ د حکومت او امریکا په پرتله څو ځله چټک دي.

د دې راپور خبریال د «ذبیح الله مجاهد» له خولې لیکي چې؛ دوی اوس د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خبریالان او لیکوالان لري چې په مټ یې خبرونه ترتیبوي او د پېښې انځورونه او ویډیوګاني د خپلو ډيجیټلي چارو د انجینرانو په مټ چمتو او له هغه وروسته یې رسنیو ته لېږي.

مجاهد وړاندې زیاتوي؛ موږ د تبلیغاتي جګړې په اهمیت باندې پوهېږو او څرنګه چې مو نظامي جګړه له امریکا او متحدینو څخه وګټله همداسې په تبلیغاتي برخه کې هم وړاندې یو او په اوسني وخت کې د نړۍ له ګڼو هیوادونو څخه لیدونکي او اورېدونکي لرو.

د مجاهد په وینا؛ د نوموړي میاشتنی معاش ۱۴۰۰۰ افغانی دی چې له ۱۸۰ ډالرو سره معال دی او د موبایل او انټرنټ د مصارفو لپاره ورته ۱۲۸ ډالره ورکول کېږي.

د راپور د لیکوال په خبره؛ رسنیزه او تبلیغاتي جګړه د طالبانو په مهمه او اغېزمنه وسله بدله شوې چې؛ کلنی مصرف يې ۲۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

په کابل کې موجود د ناټو د قاطع ماموریت یو چارواکی هم په رسنیزه او تبلیغاتي برخه کې د طالبانو برلاسي مني او په وینا یې؛ طالبان ددې برخې په مرسته غواړي خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکړي او هغوی وهڅوی.

کابل مېشتی خبریال او د پژواک خبري اژانس ایډيټر «جاوید همیم کاکړ» که څه هم د طالبانو په راپورونو کې د حکومت او ناټو د ځواکونو د مرګ ژوبلې د لوړو شمېرو په تړاو شک لري خو؛ په وینا یې؛ طالبان په رسنیزه برخه کې ډېر چټک غبرګون ښيي او په ډېر لنډ وخت کې پوښتنو ته ځواب وايي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد داود

لله الحمد، مجاهدین امارت اسلامی که داعیه‌ای برحق دارند در تمامی میادینِ جنگ، گفتگو و رسانه، گوی سبقت را برده و دشمن را وارخطا نموده اند.

جميل

ماشاءالله دا خو يی لا دا ، څه وخت مکی د غلام دولت د دفاع وزير ، د کورنیو وزير او د امنيت مشر د غاصبی امريکی د قواوو د معاون په شتون کی وويل چی طالبان تر دولت په تبليغ کی ډير مخته دی ، ويل يی په افغاستان کی ۱۲۰ زره مسجده دی چی پدی کی يوازی د څلورو او پنځو زرو تر منځ يی د دولت تر واک لاندی دی نوريی ټوله طالبانوته تبليغ کوی . دا احمقان پدی نه پوهيږی چی دا نور هم طالبانوته تبليغ نکوی هغوی د حق ملايان دی د دين او د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x