افغانستان

د کډوالو چارو وزیر: د عراقچي خبرې له نړیوالو تعهداتو سره په ټکر کې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر «سید حسین عالمي بلخي» وايي؛ د افغان مهاجرینو د ستنولو په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر «عباس عراقچي» څرګندونې له نړیوالو تعهداتو او قوانینو سره په ټکر کې دي. عالمي بلخي په خپله فسبوک پاڼه باندې د عراقچي څرګندونې؛ پاروونکې، ناسنجیده او له نړیوالو قوانینو مخالفې څرګندونې یادې کړې او په وینا یې؛ دا ډول څرګندونې افغان مهاجرینو ته سرخوږی جوړولای شي. عالمي بلخي؛ همدا راز له هغو ایراني فعالانو مننه کړې چې؛ د افغان مهاجرینو په تړاو یې د عراقچي څرګندونې غندلې. یاده دې وي چې؛ تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر «سید عباس عراقچي» له یوه ایراني تلویزون سره په مرکه کې څرګنده کړه چې؛ که په ایران باندې د امریکا بندیزونه دوام ومومي او ددوی د نفتو صادرات صفر ته راکښته شي نو په غبرګون کې به یې دوی افغان مهاجرین له خپلې خاورې وباسي. د عراقچي په وینا؛ په داسې یو حالت کې چې ایران له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی؛ له یوه لوري افغان مهاجرینو دوه میلیونه دندې اشغال کړي او له بل لوري ایران نشي کولای په دې سختو شرایطو کې د افغان مهاجرینو درنو مصارفو ته اوږه ورکړي نو ځکه یې نیت کړی چې؛ د بندیزونو د دوام په صورت کې به افغان مهاجرین له خپلې خاورې باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

عجيبه ده ددې وزير صاحب له خبرو معلوميږي چي د افغانستان زيات وکم درې مليونه تبعه په زور پر ايرانيانو د مهاجرو په توګه تپي. هغوي د امريکايي طاغوت او نورو طاغوت پلوو د ډول ډول فشارونو له امله په سختو اقتصادي او نورو ستونزو اخته دي. په دغسي حالت کي خو د ايرانيانو سره بايد دغه وزير د يوه مسلمان، شيعه او ګاونډي په توګه د امريکايي طواغيتو پر ضد خواخوږي وښيي، اما دی يې تهديدوي. که د کابل بلواکي ادارې د افغانانو له شتو څخه سوونه مليونه افغانۍ پر بې ګټي په اصطلاح مشورتي لويه جرګه نه وای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x