افغانستان

سيګار: سلګونه افغان سرتيري امریکا کې د زده‌کړو پر مهال لادرکه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): په یو تازه راپور کې چې د سیګار لخوا خپور شوی؛ ویل شوي چې تر 200 زیات هغه افغان سرتیري چې امریکا ته د زدکړو لپاره لیږل شوي؛ هلته له روزنځایونو تښتیدلي او د پناه اخیستلو په لټه کې دي.

د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» د راپور له مخې دغو پوځيانو ويلي، چې په افغانستان کې د دوی ژوند له خطر سره مخ دی، دوی ویلي چې هلته په بیرته تګ سره د وسلوالو مخالفينو له لوري وژل کیږي.

د راپور په وینا دغه سرتیري غواړي چې په امریکا کې خوندي ژوند وکړي.

د افغان سرتیرو د تیښتي او په بهر کې د پناه اخیستلو پیښې نوي خبره نه ده، تر دې وړاندې هم ګڼ راپورونه ورکول شوي چې امريکا، کاناډا، برتانيې او ځينو نورو هېوادونو ته د روزني په موخه تللي افغان سرتيري له روزنيزو کمپونو تښتېدلي او هلته يې پناه اخيستې ده.

په ۲۰۱۶ کال کې د نیلوفر رحماني په نوم لومړنۍ افغان ښځینه پیلوټي په امریکا کې د زدکړو پرمهال، افغانستان ته له راتګه انکار وکړ او هملته یې د پناه اخیستو غوښتنه وکړه، چې بیا ومنل شوه.

په سفارتي کچه هم د ډيری مامورینو په اړه راپورونه ورکول شوي چې په بهرنیو هیوادونو کې یې د پناه اخیستلو هڅي کړي دي.

د سيګار راپور وايي، د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کې د فساد، په قومندانۍ کې یې ستونزې او د پوځ له ليکو د عسکرو تېښته، او د وسلوالو مخالفینو له لوري د هغوی زیاته مرګ ژوبله؛ هغه څه دي چې دغه اردو یې کمزورې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

امريکا ته تللی به خامخا د غلام دولت اعتمادی او واسطه والا سرتيری وه چی وتښتيدل او د مجاهدينو له بريدونو يی ځانونه وژغورل دا نور خو ګرسره ندی ملامت چی هره ورځ په لسهاو تښتی او مورچلونه پريږدی ، که صبا پر دغو غلامانو او په ډالرو پلورل شوی سرتيرو ډالر بند شی بل صبا به غلام دولت ته د کفارو د محافظت لپاره څوک پاته نشی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x