شاهین: مذاکرات پر جزییاتو د تفصیل له امله غځېږي – ویډيو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي له امریکا سره د شپږم پړاو خبرې ګټورې وې او پر ځينو جزییاتو بحث شوی دی.

هغه له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې وویل، له امریکايي پلاوي سره يې پر ځينو جزییاتو بحث کړی او دا بحث د دې وړ و چې باید تفصیلي وڅېړل شي.

دا چې په خبرو اترو کې د بحث وړ موادو په ترڅ کې «د افغانستان اسلامي امارت» پر عنوان هم بحث شوی کنه، هغه وویل چې د دې تر څنګ ځينې نور اصطلاحات هم شته چې لا موافقه پرې شوې نه ده.

شاهین زیاته کړه: «ځينې مصطلحات شته، چې اسلامي امارت هم پکې شامل دی، بحث پرې شوی، خو دا د نورو مصطلحاتو تر څنګ یوه ده، داسې نه ده چې نور ټول حل شوي یوازې دا یوه پاتې ده.»

ښاغلي شاهین وویل چې د خبرو اترو لپاره دوه چوکاټونه لري چې له بهرنيانو سره تر توافق وروسته به داخلي چوکاټ ته ننوځي.

د نوموړي په وینا د بهرنیانو پر وتلو او دا چې افغان خاوره به د بل چا له لوري نه استعمالېږي توافق شوی دی، خو پر جزییاتو يې لا هم باید بحثونه وشي.

شاهین وايي که څه هم د خبرو اترو د اووم پړاو دقیقه نېټه معلومه نه ده، خو په خبره يې ډېر ژر به پیل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دا هم وویل چې د قطر د لغوه شوې بین الافغاني ناستې د بیا ترسره کېدو لپاره پلان لري، خو تر هغه وړاندې غواړي له امریکایانو سره توافق ته ورسېږي.

بشپړه مرکه دلته اورېدلی او لیدلی شئ!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر.
افغانستان اسلامی امارت نه دی.بلکه اسلامی دولت دی،امارت مطلب دا چه .ټوله پاچهی د واسکټ جیب کی ګرځولی شی،
اسلامی دولت معنی دا چه میز چوکی دفتر لری.پاچهی د واسکټ په جیب کی نه شی ګرځوی.

Karwan
میلمه
Karwan

غمي خانه، ستاسي په نوم اسلامي دولت به هلته ښه واي، چه پکشي، مردګاوي، فحشا، جنس بازي، زبرزنا، رشوت، داولس قتل عام، انسان تښتوني،فساد او داسي نور او نور نواي. نو بيا به مو خبره رښتيا وای. والله چه ډير ب########. کاروان

Mirwais
میلمه
Mirwais

Da walas qatal sook kawee stasi ttopakuna da ### pa pesoo akhestal kizhay nazwano bya razi afghanan wazhniii be ghairato

ياسر
میلمه
ياسر

كله چه إسلامي امارت أفغانستان كي حاكم شو نو د كابل پخوانيو ګوډاګیانو چوكي په ځانو پسی و تړلی نن به كولاب كي وو صباح هند او بله ورځ به روس يا ايران كي وو،
كه اوسنيو حالاتو ته لژ دقت وشي نو هم هغه د شر او فساد حا لات دي اولسوالي سقوت وکړې اولسوال چوكي په ځان پسي تړلی وي،
اولسوالي د دوي په نقشه نشته وليكن اولسوال او قوماندان صاحبان يي بيله اولسوالۍ ډنګوې.

امارت به هیڅکله خپل دروند وزن لاسه ورنکړې.
انشاالله …

جميل
میلمه
جميل

د پاڼی محترمو چلونکو کور مو ودان ، ستاسو پدی لنډه خو درنه انټرويو کی به د ډيرو افغانانو تشويشونه ليری شويوی .
که وکولای شی چی دا سلسله جاری وساتی ښه به وی .

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

جناب محترم شاهین صیب یک شخص با دانش با ایمان با تقوا می باشد و طبق معلومات من مذاکرات دوره ششم بی نتیجه به پایان رسیده و توصیه من منحیث یک ریش سفید به سیاسیون دفتر قطر این است که قبل از مذاکرات دوره هفتم با یکتعداد مخلصین مسلکی که دانش سیاسی دارند از داخل و خارج نشست قبل از دوره هفتم کنند و همچنان این مذاکرات به میانجگر و اشخاص مسلکی سیاسی ضرورت دارد متاسفانه سیاسیون دفتر سیاسی به نظریات مخلصین با ایمان با تقوا گوش نمیکنند!!

وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

د امارت یا خلافت ټکې مهم نه دې، دا ډول ټکې په اسلامې نصوصو کې نور هم کارول شوي دې لکه د سلطان ټکی چې سلطنت ترې افاده کیږې یا د حاکم ټکی چې حکومت او حاکمیت ترې مطلبیږې، نه هم د طالبانو سپین کلیمه داره بیرغ کومه دیني ریښه لرې، دا چیرته هم ثابته نه ده چې پیغمبر علیه سلام دې چیرته په سپینه کپړه کلیمه لیکلې وې او هغه دې د اسلام بیرغ ګرزولی وې، دا ټول بنسټیز موضوعات نه دې بلکه پر دې ټکې ټینګار سیاسي مخینه لرې