
د کابل نوماندانو د ملي شورا ودانۍ دروازه تړلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه نن د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې وشي، خو د کابل ولایت ګڼو نوماندانو د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ او بریالي وکیلان يې ننوتلو پرې نهښودل.
د کابل ولایت د ولسي جرګې هغه نوماندان چې لومړني لیست کې بریالي، خو وروستي کې يې لا هم د بریا او ناکامۍ څرک معلوم نه دی، له دوی پرته د جرګې د اداري پلاوي ټاکنه بې انصافي بولي.
د کابل یو تن نوماند الله ګل مجاهد وویل، له اشرف غني، عبدالله عبدالله او بریالیو وکیلانو غواړي چې تر څو د دوی درک معلوم شوی نه وي، اداري پلاوی ونه ټاکي.
نوماندان چې له ځانونو سره يې خپل یو شمېر پلویان هم راوستي دي، ټینګار کوي چې تر څو د دوی درک معلوم شوی نه وي، پرې به نه ږدي چې د جرګې اداري پلاوی وټاکل شي.
له کابل څخه تر ۸۰۰ ډېرو کسانو د ۳۳ چوکیو لپاره ځانونه نوماندان کړي وو، چې که څه هم لومړني لیست کې ځينې کسان بریالي اعلان شول، خو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هغه پایلې لغوه اعلان کړې.
وړمه ورځ د ټاکنو کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي و، چې شنبه یا یکشنبه به د کابل ولایت پایلې اعلان کړې، خو تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي وویل، د کابل ولایت د پایلو شل سلنه پاڼې ورکې دي.