افغانستان

ارګ: د «مذاکراتو» لپاره نوم‌لړ په تیارېدو دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): ارګ وايي له طالبانو سره د «مذاکراتو» لپاره يې د پلاوي نوم‌لړ په تیارېدو دی او ډېر ژر به يې له رسنیو سره شریک کړي.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري وايي، دوی دا لیست د مشورتي لويې جرګې د پرېکړه لیک پر اساس برابر کړی دی، چې وروسته به رسنیز شي.

دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې «اپریل میاشت» قطر کې کېدونکې بین الافغاني ناسته له دې امله لغوه شوه چې حکومت پکې سلګونو تنه د پلاوي په نوم معرفي کړي وو.

که څه هم طالبانو پرلپسې ټینګار کړی چې بین الافغاني خبرو اترو کې له هر افغان سره قناعت ته تیار دي او د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني؛ خو حکومت پرلپسې هیله څرګنده کړې چې زلمی خلیلزاد به طالبان له دوی سره خبرو ته قانع کړي.

تازه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې بین الافغاني تفاهم د دوی په پلان کې د داخلي بعد او دویمي چوکاټ اړوند موضوعات دي تر ټولو وړاندې باید له امریکا سره توافق ته ورسېږي او اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي.

که څه هم ګلخانې ماڼۍ د پلاوي جوړښت د لويې مشورتي جرګې د پرېکړې پر اساس بولي، خو سپېدار چې نیم حکومت لاس کې لري لویه مشورتي جرګه تحریم کړې وه، دا چې د پلاوي د برابر شوي لیست په اړه به څه ووايي، لا معلومه نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا بيواکه د دين او د هيواد لپاره خاين او د پرديو غلامان چی ټوله د يوه مکتب پيروان او د يوی امريکی مزدوران هم دی پخپلو کی ندی سره جوړ څنګه به د هغو طالبانو کرامو سره چی خپلواک ، پر دين او هيواد مين دی جوړ شی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x