
پکتیکا؛ برمل کې هوايي برید ۱۵ تنه ملکي وګړي وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ مربوطاتو کې بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د ملکي وګړو موټر په نښه کړی او ټوله سپرلۍ يې له منځه وړې.
ځايي سرچینې وايي، پېښه تېر مازیګر د برمل ولسوالۍ لمن بازار سیمې ته څېرمه شوې ده او ښکاري چې برید بې پیلوټه الوتکې کړی دی، چې پکې ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د پکتیکا ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو دا پېښه یو بل جنایت یاد کړی او خواشيني يې پرې ښکاره کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکي: «امریکایي اشغالګرو د خپلو جنایاتو په دوام د ملکي خلکو د سپرلۍ په موټر د ډرون طیارې په وسیله برید کړی.»
یوه اوونۍ وړاندې «۱۴غويی» هم د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې د دوی غږ بدرګه کړي او پر حکومت او بهرنیانو غږ وکړي چې په قصدي ډول دې خپل ولس تر تېغ نه تېروي.
دوی ویل په سیمه کې يې د «کمپاین» په نوم ځواکونه خونړي شپني عملیات ترسره کوي چې قصداً ملکي وګړي په نښه کوي.
دغه ځواکونه چې خوست کې مېشت دي، پکتیا، پکتیکا او ان غزني ولایتونو کې د خونړیو ملکي تلفاتو عاملین بلل کېږي.
تر اوسه پوری دولتي اورګانونو په دی اړه هیڅ غږ ندی پورته کړی او نه یی خپل عملیات درولي هره ورځ زموږ بی ګنا وګړي په شهادت رسیږي حکومت یی په کیسه کی نده بل داچی حکومت خو هسی د امریکا په اشارو چلیږي په دی خو ټول ولس پوهیږي