غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زموږ ګرېوان ته یې را واچول د جنګ لاسونه
چا ظالمانو راته یو کړۀ ټول بد رنګ لاسونه

قدر یې وکړئ قرباني یې د ستایلو وړ ده
د محبت په لمبو سوي د پتنګ لاسونه

خدایه! یوې مړۍ ډوډۍ پسې مو مۀ مړۀ کوه
ستا دا پراخه دُنیاګۍ او زموږ تنګ لاسونه

که سره یو ځای شي خوشبو به یې جهان وګوري
ستا ښایسته بخمل ټټر ، زما لونګ لاسونه

څۀ عجیبه ده اتل هم دی، شهید هم یادېږي
د خدای حضور ته وړي د ورور په وینو رنګ لاسونه

چې څومره ډېر خلک یې ووژل هغه خلک دي
پاچا یې ونیول تر ټولو خلکو دنګ لاسونه

د وطن غم دی “خدرخېل” غریب به خود ګرځوي
لکه ملنګ څیرې ګرېوان او داسې ړنګ لاسونه

۱۳۹۸/۲/۱۱

تبصرې (1)

  • که سره یو ځای شي خوشبو به یې جهان وګوري
    ستا ښایسته بخمل ټټر ، زما لونګ لاسونه

    ډیر په زړه پوری
    خدرخیل صاحب په ګوتو مو برکت شه