ګیلاني: د ډرون بریدونه په جنګونو نه شي دریدلای
نن ټکی اسیا: د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني نن په ملتان کي وویل چي د ډرون بریدونه په جنګ نه بلکي په کراره او شه طریقه حل کیدای شي.
نومړي وویل چي پاکستان یو مسؤل ایټمی طاقت دی، او د پاکستان د پيپلز پارتي موقف د ډرون بریدونو په اړه واضح دی، د پاکستان ټوله قوم د تروریزم ضد دی.
نومړي په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي د انډیا سره د بمبیي د پيښي وروسته چي کومي اړیکي خرابي شوي وې هغه اوس بیرته سمي شوي، او لا پر مخ ځي، او ددواړو هیوادو په خپل منځي ګټو به خبري اتري سره وشي.
د افغانستان په اړه ګیلاني وویل چي د افغانستان مسله بېله پاکستاني روله نه شي حل کیدای.