
بلوچستان کې د چینايي پانګوالو غونډه تر وسلوال برید لاندې راغلې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان، بلوچستان ایالت په ګوادر نومي سیمه کې د «فرل کانټينینټل» په نامه په یوه پنځه ستوریز هوټل باندې پیل شوی برید د «دریو» بریدګرو او د هوټل د یوه ساتونکي په وژل کېدو پای ته رسېدلی.
د پاکستاني ورځپاڼو د راپورونو په اساس؛ برید داسې مهال ترسره شوی چې؛ چیني پانګوالو په یاد هوټل کې غونډه درلوده.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر «میر ضیاءالله لانګو» وايي؛ امنیتي ځواکونه هغه درې بریدګر وژلي چې په هوټل کې په موجودو مېلمنو یې د برید هڅه کوله.
د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې د هوټل یو ساتونکی له بریدګرو سره د ډزو د تبادلې په مهال وژل شوی.
په ورته وخت کې؛ د پاکستان د فوځ ویاند «جنرال اصف غفور» وايي؛ بریدګرو هڅه کوله د هوټل وروستي پوړ ته ځان ورسوي خو امنیتي ځواکونه توانېدلي هغوی په زینو کې ایسار او له منځه یو سی.
د غفور په خبره؛ په برید کې میلمنو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی او په وخت باندې له هوټل څخه خوندي ځای ته انتقال شوی.
د برید مسئولیت د بلوڅ بیلتونپالو وسلوالې ډلې «Bla» په غاړه اخستی؛ دې ډلې د هغو بریدګرو انځورونو هم خپاره کړي چې په یاد برید کې یې برخه درلوده.
یاده دې وي چې؛ د چین پانګوالو باندې داسې مهال وسلوال بریدونه کېږي چې؛ یاد هیواد په اوسني وخت کې د پاکستان تر ټولو ستراتېژيک ملګری ګرځېدلی او د بلیونونو ډالرو پروژې د دواړو هیوادونو تر منځ د پلې کېدو په حال کې دي.