افغانستان

رابرټ ګېټ؛ له افغانستان څخه د ځواکونو تر را ایستلو وروسته د «ویتنام» سناریو تکرارېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع پخوانی وزیر «رابرټ ګېټ» وايي؛ که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه راووزي، هلته به د ویتنام سناریو تکرار شي او ټول افغانستان به طالبان په خپل کنټرول کې واخلي.

رابرټ چې له «سي بي ایس» تلویزون سره یې خبرې کولې وویل ؛ امریکا باید د خپلو ځواکونو تر را ایستلو وړاندې د افغان حکومت ثبات یقیني کړي او وروسته له هغه ځایه راووزي، که داسې ونشي افغانستان به له یوه جدي خطر سره مخ شي او د ویتنام پېښه به یو ځل بیا تکرار شي.

رابرټ وړاندې زیاتوي « ایا امریکا کولای شي طالبان په افغان حکومت کې د یوې سیاسي ډلې په حیث ورګډ کړي؟ ښکاره خبره ده چې؛ طالبان د یوې سیاسي پروسې له لارې نه راځي بلکې؛ غواړي ټول افغانستان په خپل واک کې واخلي.

د رابرټ په وینا؛ کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه راوزي هلته به د ښځو د حقوقو، شخصي ازادیو او دیموکراسۍ  په شمول ټولې اتلس کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.

یاده دې وي چې؛ امریکایي چارواکي داسې مهال د ګډ حکومت ثبات ته اندېښمن دي چې؛ طالب او امریکايي استازو شپږم پړاو مذاکرات له «پرمختګونو» سره مل پای ته ورسول او یادو مذاکراتو ته نږدې سرچینې تر ډېره یقیني دي چې؛ امریکا له طالبانو سره له افغانستان څخه د عسکرو په ایستلو سلا شوې.

په ورته وخت کې؛ د چارو شنونکي په دې باور دي چې؛ که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، نړیوال به له ګډ حکومت سره خپلې مرستې ودروي او په پایله کې به یې حکومت ونړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Riaz Nazari

پدی کښی خو شک نشته چی په مجموع کی ناټو په افغانشتان کی له شکست سره مخ شوی! خو یوه هوښیاری یی وکړله او هغه دا چی آن له ۲۰۰۸ میلادی کال څخه دوی پدی پوه شوی ول چی نور د دوی جنګ په افغانستان کی د ناکامۍ سره مخ شویدۍ نو له دی کله یی د انتقال پروسه د ځینو خپلو اجنټانو په واسطه شروع کړله او لاره یی دی ته هواره کړله چی د خپلو تلفاتو او مصارفاتو د کمولو لپاره په تدریجی توګه د افغانستان حخه په ۲۰۱۴ میلادی کال کی د وتلو لړۍ شروع کړه!

عبدالمالک همت

هو دغسي کيږي دلته به د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو غوښتی او د هغو د خوښي د اسلامي عدالت حکومت رامنځ ته سي. د پردو نفاق اچوونکي، غله، فاسد او فساد رواجوونکي او خپروونکي ګوډاګيان به تور مخونه او سپېره څټونه پالتو حوالداران سي. د امريکايانو او ناټو دا اوسنی کشتار او ورانۍ به نه وي، خلک به مو هوسا او ځوانان به مو د خپل هيواد د بيا رغولو په کارونو بوخت وي. تاسي به شرمېدلي او زړونه چولي اوسئ او د غدار کرزي او نورو له خوا تا او نورو ته در کړي مډالونه به بيرته در… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه تکړه په خیر.
کله چه دا حکومت نسکور شی.د طالیبانو حکومت راشی.بهرنی مرستی به د طالیب حکومت سره بندی شی،او طالیبان به د خوراک څښاک لپاره په کباړ کولو لګیا شی،او افغانستان به یو ځل بیا داسی کباړ شی ،لکه ملخ چه شنه فصلونه تباه کړی،
ځکه چه طالیبان د راتلونکی حکومت لپاره کومه اجندا نه لری،بی له ګیری کنترول څخه

احمد

سلام ورحمت الله، دا همغه خلك دي چه فلسطين سره يي په کلونو کلونو د صولي په پلمه خبري کولي کله به يي ياثر عرفات بيچاره به يي يو ملک او بل ملک ته دخبرو لپاره ځغلاول، او نړي والوته به يي هم ښکاره کاوه چه دوي خبري کوي ورو ورو يي د اضحان عامه ضحن يي په غربي ملکونو کي هم د ترويزم په جوړوړو بدل کړاو په ګرده اسلامي وطنونوکي خپل سپي لاڅ پوڅي کينول، غنده ميديايي هم په لاس کي ونيوه او خپل په تبليغاتو يي شروع کر افغانستان ته يي پاکستان ببو جوړ کړ او لکه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x