د کرېکټ په زړه پورې سیالۍ د انګلستان په بریا پای ته ورسیده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ له زړه پورې لوبې وروسته د انګلستان په بریا پای ته ورسیده.

د پاکستان لخوا د فخر زمان په زړه پورې سلیزې، د بابر اعظم او اصف علي نیمه سلیزې نږدې وه ستر او تاریخي هدف بشپړ کړي خو په وروستیو کې سرفراز احمد ونشو کړای چټکې منډې جوړې کړې چې بالاخره یې د ۳۷۴ منډو په هدف کې ۳۶۱ منډې جوړې کړې.

په یاده لوبه کې انګلستان لومړی توپوهنه وکړه چې له پېله یې په زړه پورې لوبه وکړه، د جوني بیرسټو، جیسن روی او لوبډلمشر ایون مورګن نیمه سلیزو او په وروستي کې د جوس بټلر چټکې سلیزې پاکستان ته د ۳۷۴ منډو هدف وټاکه.

جوس بټلر د یو ورځنیو لوبو لسمه چټکه سلیزه ووهله، نوموړي په ۵۰ توپونو سلیزه او په ۵۵ توپونو ۱۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، په دې کې ۹ شپږیزې او ۶ څلوریزې هم شاملې وې، جوس بټلر د یادې لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د هدف په بشپړولو کې د پاکستان لخوا فخر زمان په زړه پورې لوبه وکړه، د نوموړي سره بابر اعظم او اصف علي غوره ملاتړ وکړ خو په پای کې په هدف بشپړولو کې ناکام شول او یوازې د ۱۲ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

فخر زمان په ۱۰۶ توپونو د ۴ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۳۸ منډې جوړې کړې، همدا ډول بابر اعظم او اصف علي ۵۱-۵۱ او سرفراز احمد ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې یوه شل اوریزو او یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوې چې په شل اوریزو کې انګلستان بریا خپله کړې او لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ورښت له کبله بې پایلې اعلان شوې ده.

تبصرې (1)

  • په تاریخ کی ډېر ځله لیدلی شوی دی چه زامنو د خپلو پلرنو په وړاندی عسکری-سیاسی کودتاه ګانی ترسره کړی دی نو د کریکټ په میدان کی خو د پلار په وړاندی د بری هڅه خو یوه ساده خبره ده.