
افغانستان
بغلان: د ملي امنيت مرستيال د طالبانو په برید کې ووژل شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت د ملي امنيت اوپراتیفي مرستیال عبدالغفورمحمود د طالبانو په کمین کې د را ایساریدو له امله ووژل شو.
د یاد ولایت امنيتي سرچينو تأیید کړي چې نوموړی له بغلان څخه کابل ته پرلاره و چې د دوشې ولسوالۍ اړوند، د چارشنبې سيمې، کيلګي بازار ته څیرمه د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې په ترڅ کې یې نوموړي سخت ټپي او بیا وروسته روغتون ته پرلاره یې ساه ورکړه.
ویل کیږي چې په برید کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی.
دا په داسي حال کې ده چې تېر ماښام، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر حاجی هارون هم د نا څرګندو وسلوالو په ډزو ووژل شو.
حکومت او طالبانو تر دا مهاله د غفورخان محمود او حاجی هارون د ترور په اړه په رسمي ډول څرګندوني نه دي کړي.
ښه سو دغو دوو ظالمانو به څومره ډېر خلک د طالبانو په نومونو او طالبان د اسلام او حق د پلوۍ او د هيواد دوستۍ په ګناه کړولي وي. لوی منتقم څښتن تعالی دي پر هغه دنيا هم سخته سزا ورکړي. د اشغالګرو او د هغو د ګوډاګيانو شپې وروستۍ سوي دي. زما د کابل د پردۍ پالي ادارې ټولو کارکوونکو او پلويانو ته توصيه ده چي هر څه ژر د دغي پوشالي ادارې له ليکو څخه راووزي. زما د يوه مسلمان په صفت نه ده پر پېرزو چي په راتلونکې کي د هيواد پلورونکو په نومونو په دې دنيا… نور لوستل »
زما زړه د چوغکی دی خو هغه څوک به ونه بخښم چي مغز او عقیده می هم د چوغکی بولی. زما د زړه خواله د پورته خبر په هکله نه بلکه د بلی موضوع په هکله دی: همدا څو ساعته مخکی می کومه ویډیو ولیده، پدې ویډیو کی یو ږیرور او مؤقر عسکر چي پښتون هم ښکاری د څو جهالو طالبانو لخوا په داسی حال کی چي یوه پښه ئې په ځنځیر تړلې ده په لښتو یا دُره ټکول کیږی او هغه بېچاره سپی غوندی د خوږ او درد نارې وهی او یو څو پلید او ناسُنته کسان ئې سیل… نور لوستل »
غلام حضرت صاحب په دې هيله چې تاسو له روژې او روژه له تاسو سره خوشحاله وي. تاسو ياد اسير عسکر ته مناسب او د دوی د رول تر ټولو وړ معرف يانې نوم کارولی دی. د داخلي عسکرو قومانده د خارجي اشغالګرانو په لاس کې ده او د سپيو په شان يې د ملکي خلکو پر ضد په چاپو کې کاروي. که دې سپي تر همدې صحنې مخکې چې تاسو مشاهده کړې ده، ماشومان، ميرمنې او سپينږيري داړلي وي نو ايا دا به مناسبه وي چې د داسې ليوني سپي غاړې ته ګلان واچول شي؟ د داسې صحنو عکاسي… نور لوستل »
محترم غوربندی صاحب! هیله ده ستاسی او ټولو د کلمې د خویندو او وړونو صیام او همدارنګه دُعاوی د ټول مظلوم بشریت په حق کی قبولی شی. زما خبره دا نده چي ثابته کم عسکر مجبور دی او که معذور او که مزدور بلکه زما خبره داده چي: د یو انسان ( حتی که خونی دښمن وی) دا ډول تحقیر آمیزه او اهانت آمیزه ټکول د قرآن د صریح نصوصو او محمدی ( ص) سیرة خلاف او ضد کړنه ده.زه نه پوهېږم چي د طالبانو په صفوفو کی ولی دومره یو عادی فقیه هم شتون نه لری چي دا ټکی… نور لوستل »
غ. حضرت صاحب
ستاسو په دعاء وو آمين وايم،،،
ستاسو خبره سمه ده،،، د انسان فزيکي تعذيب رښتيا هم ځوروونکی او د اسلامي اخلاقو مغاير عمل دی،،، ،،
الله ﷻ دې زمونږ په غم ځپلي هېواد کې تلپاته سوله راولي،، خدای تعالی دې سولې ته د رسېدو دا له کږليچونو ډکه لايتناهي ستړې لار پخپل فضل او کرم سره لنډه کړي،،،، آمين
غ حضرته، ته کوشش کوي چه ښي خبري وکړي، اما په اخير کي ئي بيا لکي کګه کړي، کله د چه پکشي ګټه وي نو بيا داسلام او قران ځخه خبري کوي او چه ګټه د نوي نو بيا داسلام ته شاه وراړولي وي. تا ډيري ليکني کړي دي او په هغو کي معلوميږي، چه دمسلمانانوسره دنه لګيږي. اول ګوره ديوه ډير بد ذهنيت له مخي د طالبانو کرامو ته د ” اجهالو” کلمه استعمال کړي او دا خپله ستا په دالري وجدان دلالت کوي. که زه وي نو دغه بيوجدانه دالري عسکر مي نور هم ډباوه، ايا دغه داولس… نور لوستل »
حضرت خانه، دا چه ستا له عسکر سره ستا په اند ظلم شوي، نو اوس تبليغ ورته کوي، چه دخلکو فکر بلي خواته واړوي. يوځه دپليچرخي دزندان خواته هم لار ورغلته کړه
چه هلته ځه حال تيريږي. کاروان
کارورانه آشنایه! زه شاید ډالر خوره او بد سړی یم خو دا ستا اخلاق اصلاً مسلمان ته ورته نه دی او عمومی پوهه خو بیخی نه لرې نو ځکه دی زه کاروران بولم.
حضرت خانه که زه پوه نلرم نو ته خو شکردپوهي خاوند ئي . حقيقت وايه او ددي ګوډاګي حکومت لپاره بي ځايه تبليغات مه کوه او زما په پوښتنه دي هم سترګي پټي کړي. بيا هم د پليچرخي خواته يوځه لارورغلته کړه، هغه مظلومان هم ددي وطن خلک دي. زه فکرکوم چه بيا به هم زمادپوښتني په ځواب مړ ځټ وګروي، ځکه ستا پرولرشوي وجدان اجازه نه درکوي، چه دمظلوموبنديانو د حق په مورد يوځه ووائي. کاروان