جاپان د نړۍ تر ټولو چټک «ریل ګاډی» تجربه کړ – انځورورنه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د جاپان هېواد د نړۍ تر ټولو چټک تلونکي «ریل ګاډی» (Bullet Train) ازموینه وکړه، ددغه ریل ګاډي سرعت په ساعت کې تر «۴۰۰» کیلو میتره ته رسیږي.

د راپورونو له مخې د جاپان هېواد د الفا ایکس (ALFA-X) شرکت لخوا بولټ ټرین وړمه ورځ وړاندې شو چې ۳۶۰ کیلو میتره په یوه ساعت کې سرعت لري، دغه هېواد غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه ریل ګاډی د عامو خلکو پرمخ وړاندې کړي.

The model will operate at speeds of up to 360 km/h.

 

دغه ریل ګاډی په نویو ټکنالوژیو سمبال جوړ شوی چې په کې د اواز ټيټیدل او له دې څخه د زلزلې ډوله جټکې رامنځته کیدو مخه هم نیسي، ددغه ریل ګاډي ازمیښتي نېټه تر درې کالو ټاکل شوې ده.

دا به د هغه چینایي چټک ترین ریل ګاډي ریکارډ مات کړي چې په یوه ساعت کې د ۳۴۹ کیلو میتره چټک مزل کوي، چین همدغه ډول ریل ګاډی پخوا وړاندې کړی و چې د یاد شرکت لخوا جوړ شوی و، په همدغه ټکنالوژۍ سمبال و خو سرعت یې له یاد ریل ګاډي څخه کم و.

Image result for Japan tests world's fastest bullet train PICTURES

دغه ریل ګاډی د جاپان دوه ښارونو (سینډای او اوموري) ترمنځ په نیمه شپه کې چې رش کم و د تیرې جمعې په ورځ وازمویل شو، د دواړو ښارونو تر منځ تر ۲۸۰ کیلومیتره فاصله موجوده ده.

د ازمیښت لپاره ددغه ریل ګاډي سرعت تر ۴۰۰ کیلو میتره په یوه ساعت کې پورته شو خو د عام استعمال لپاره چې په ۲۰۳۰ کې د وړاندې کیدو اراده لري په ۳۶۰ کیلو میتره سرعت کې مزل کوي، چې په نړیواله کچه به یو ستر ریکارډ وي.

Related image

په ازمیښتي تجربه کې که دا ریل کاډی په هر څومره زیات سرعت کې وړاندې شي خو د جاپان هغه ریل کاډی چې په ۲۰۱۵م کال کې د تجربې پرمهال وړاندې شو او سرعت یې (۶۰۳ کیلو میتر په یو ساعت کې) ته پورته شو؛ مات نه کړل شي.

د یادونې ده چې جاپان لومړنۍ هېواد دی کوم چې په ۱۹۶۴م کال کې د اولمپکس پرمهال د نړۍ لومړی تر ټولو چټک ریل ګاډی وړاندې کړ، چې وروسته چټک ریل ګاډي ددغه هېواد د اقتصادي پرمختګ نښه وګرځېدله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د