روغتیا

پوهانو د «ژر مړینې» اصلي لامل په ډاګه کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د امریکا «شمال لویدیز پوهنتون» پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې په دغه هېواد کې د ژر مړینې اصلي لامل د چاغوالي له کبله د زړه او شکر ناروغۍ رامنځته کیدل دي.

دغه څیړونک, د ناروغیو د کنترول مرکزونو په مرسته له تحلیل وروسته یادې پایلې ته رسیدلي، په دې څیړنه کې ۴۸ ملیونه کسان له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې وازمویل شول چې عمرونه یې له ۳۵ کلنۍ نه تر  ۸۴ کلنۍ پورې وو.

څیړنې واضحه کړې چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې د ستر پرمختګ، د درملنې بېلا بېلو لارو او د پرمختللو درملو سربېره د ژر مړینې اصلي لامل د زړه ناروغي ده چې د چاغوالي او یو شمېر نورو لاملونو څخه رامنځته کیږي.

د اټکلونو له مخې اوس هم یوازې په امریکا کې ۶ ملیونه کسان د داسې وژونکې ناروغۍ ښکار دي چې په عمومي ډول یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د پوهانو د وینا سره سم باید دداسې لاملونو مخه ونیول شي چې د ژر مړینې لامل کیږي، ددې لپاره دې د وینې لوړ فشار، د کولیسترولو کچې لوړوالی او د شکر ناروغي په سمه توګه تعقیب کړل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ضیاالحق

کله چی وخت او ساعت پوره شی نو بیا چاغوالی او یا هم ډنګروالی نه غواړی دا د مخکی نه تعین شوی نیټه ده د څیړونکو له وسه وتلی ده چی د مرګ په راتلو باندی ټیسټونه وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close