د ایران سپاه پاسداران: امریکا پر ایران د بريد توان نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): ایراني رسنيو د سپاه پاسداران د مشر قومندان جنرال حسين سلامي له قوله ليکلي، چې امریکا پر ایران د بريد توان نه لري او زياته کړې يې ده، چې د امریکا بېړۍ د ایران له توغنديزو بریدونو خوندي نه دي.

د ایران فارس خبري اژانس ليکلي، چې  جنرال سلامي نن يکشنبه سهار د تړلو دروازو تر شا پارلمان ته د خپل چمتووالي په اړه معلومات ورکړي دي.

فارس خبري اژانس د پارلمان د غړي محمد علي بورمختار له قوله ليکلي، چې جنرال سلامي د پارلمان غړو ته تاييد کړې، چې امریکا خپلې بېړۍ د فارس خليج هغې سيمې ته لېږلي، چې يوازې د ایران ولس او حکومت له جګړې ووېروي.

د سپاه پاسدران دغه مشر ويلي،  چې پر ایران د امریکا بريد ناشونی دی؛ ځکه چې امریکا دا جرئت او توان نه لري، چې پر ایران بريد وکړي.

د جنرال حسين سلامي په وينا ایران غښتلی وسله‌وال ځواک لري او د امریکايي بېړۍ د کمزورۍ ځای هم ور معلوم دی او له همدې امله به امریکا پر ایران د بريد تېروتنه ونه کړي.

د سپاه پاسدران مشر قومندان دا څرګندونې په داسې حال کې  کړي، چې پنټاګون يو ايس ايس ابراهام لنکولن پوځي بېړۍ له لېږلو وروسته يو ايس ايس ارلنګټن بېړۍ هم منځني ختيځ کې د فارس سمندر ته لېږلې او همدارنګه بي ۵۲ جنګي الوتکې يې هم قطر ته لېږلي دي.

امریکايي چارواکي وايي، چې ایران په منځني ختيځ کې پر امريکايي اهدافو د بريد پلان لري او له همدې امله يې سيمې  ته پوځي تجهيزات لېږلي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چې واشنګټن له تهران سره جګړه نه غواړي، بلکې ټوله هڅه يې دا ده، چې  ایراني چارواکي په خپل دريځ ېکې بدلون راولي او په منځني ختيځ کې د امريکا ګټو ته له زيان رسولو ډډه وکړي.

تبصرې (1)

  • جوړ تازه تکړه په خیرونو.
    همدا خبری اتلس کاله پخوا افغان طالیبانو هم کولی.خو امریکا یی په دوه هفتو کی کمبله ورټوله کړه.
    چیری د امریکا جنګی تیکنالوژی او چیری د ایران ،لکه چه د ایران اخوندګانو کمبله هم په ټولیدو ده.امریکا د ایران تیلو ذخیری غواړی او بس.