نيويارک ټايمز: د ټرمپ اداره د افغانستان خطرناکې جګړې په اړه ولس ته معلومات نه ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل):  نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان روانه جګړه د امریکا لپاره خونړۍ او له زيانونو ډکه بللې او په ورته وخت کې يې تور پورې کړی، چې د ولسمشر ټرمپ اداره د دې جګړې په اړه عام ولس ته رښتيا نه وايي.

نيويارک ټايمز په خپلې سرمقالې کې ليکلي، چې امریکايي ولس د افغانستان روانې اتلس کلنې جګړې په تړاو په تياره کې ساتل کيږي او هېڅکله ورته رښتيا نه ويل کيږي.

ورځپاڼې افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيګار» د مشر جان سوپکو له خولې ليکلي،  چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې هر څلور مياشتې وروسته د افغانستان په اړه د راپورونو له مخې دغه جګړه خطرناکه او خونړۍ ده او د جګړې نه ګټل هېڅکله په دې معنا نه دي، چې د دې جګړې په اړه دې حساب کتاب ونه شي.

سرمقاله زياتوي، چې له تېر يوه کال راهيسې د طالبانو تر واک لاندې سيمو، د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې او نورو اړينو موضوعاتو په اړه سيګار ته معلومات نه ورکول کيږي او امریکايي چارواکي غواړي، دغه معلومات د عامو خلکو له سترګو پټ وساتي.

تبصرې (2)