په مذاکراتې پروسه کې د نه پرمختګ عوامل

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

دطالبانو  او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي بهیر شپږم پړاو له کومې اعلان شوې لاسته راوړنې پرته پایته ورسیده.

یاد پړاو ته دواړه لوري هیله مند وو چې د تیرو هغو په نسبت به له لاسته راوړنو سره مل وي ، خو له بده  چې هغه یواځې دلفظي لاسته راوړنو په لړ کې اعلان شوي.

ذبیح الله (مجاهد) د شپږم پړاو تر پایته رسیدو وروسته په خپل لومړي غبرګون کې وویل ((په دې پړاو کې په تیرو مذاکراتو کې په ترتیب شوې مسوده بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ وشو او ځينې برخې يې لا پاتې دي.))

خلیلزاد هم پر خپل ټويټر پاڼې ولیکل “د خبرو اترو چټکتيا کافي نه ده. په داسې حال کې چې جګړه په زور کې روانه ده او ډېر شمېر بېګناه خلک وژل کېږي. موږ ډېر او چټک پرمختگ ته اړتيا لرو.”

له پورتنیو څرګندونو څخه ښکاري چې تر اوسه پوري له ديپلوماتیک (تشریفاتي) پرمختګ پرته د طرفینو ترمنځ داسې څه نشته چې د سولې د ټینګښت په لاره کې دې عملي پرمختګ وبلل شي.

بلکې هغه څه چې په عملي لحاظ لیدل کیږي هغه د خبرو په مهال د کابل په زړه کې پر کاونټرپارټ موسسې د طالبانوخونړی برید او همدا راز په غزني ، ننګرهار، فراه او د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر ولسي سیمود ګډو ځواکونو شپني عملیات او ړندې امریکايي بمبارۍ دي چې هره ورځ تري په سلګونه افغانان متضرر کیږي.

ولي عملي پرمختګ نه کیږي؟

نیږدي لس میاشتې کیږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ سوله ییزې خبرې پیل شوې.

خو تر اوسه پوري سره له دې چې د جانبینو ترمنځ ځینو مذاکراتي پړاوونو کاري وخت  تر ۱۷ ورځو غزیدلی دی مګر بیا هم  کومې ملموسې پایلې ته نه دې رسیدلې.

بیلابیل عوامل د دې سبب شوي چې د جانبینو ترمنځ د سولې په تړاو پرمختګ تت کړي خو یو هغه چې تر نورو ډیر موثر دی هغه دا چې مذاکره کوونکې لوري د یوه بل ماهیت لکه څرنګه چې دی هغسي نه پیژنه ده.

مثلا امریکایانو سره له دې چې ۱۸ کاله یې له طالبانو سره پوځي مقابله وکړه او لس میاشتې یې له هغوی سره د دیپلوماسۍ پر میز سیاسي چنې و وهلې خو لا یې هم د طالبانو ماهیت لکه څرنګه چې هغوی دي نه دی درک کړی.

همدا راز طالبانو امریکایان په هغه ماهیت چې دوي یې لري نه دي پيژندلي.

امریکایان په نړۍ کې د سیاسي شخړو د هواري په پلمه تر سره شویو مذاکراتو کې له بدمعاشي ډک ډیر تور تاریخ لري.

هغوی په سیاسي مذاکراتو کې یواځې خپله برتري غواړي اومقابل لوري ته په هیڅ هم نه دي معترف.

د مثال په ډول امریکایانو له كال ۱۹۶۷ څخه د فلسطینیانو او اسرائلو (صهیونست رژیم)  ترمنځ د اسرائیلو په ګټه د خبرو منځګړیتوب کړی تر اوسه یې حتی هغو متعددو پریکړو ته هیڅ اعتناء نه ده کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د فلسطینيانو په ګټه صادرشوي.

د بیلګې په ډول د ۱۹۶۷ کال د نومبر په ۲۲ د ملګرو ملتونو ۲۴۲ نمبر پریکړه لیک صادرشو چې په هغه کې له اسرائیلي ځواکونو څخه غوښتل شوي و چې د فلسطینیانو مقبوضه سیمې دي بیرته هغوي ته تخلیه او له نیول شویو سیمو څخه دي خپل ځواکونه شاته کړي.

خو اسرائیل د دې په ځای چې د عربو نیول شوي سیمې تخلیه کړي نوري یې هم لاندې او پر هغه سر بیره  په تیرو تقریبا شپیتو کلونو کې هره ورځ د فلسطینیانو په خپلو ځمکو کې هغوی په ظلم سره وژني.

یعني له ۱۹۶۷ څخه تر اوسه پوري چې اسرائیلو ( صهیونستي رژیم ) د فلسطینیانو په خلاف کوم مظالم تر سره کړي او یایې تر سره کوي هغه د امریکا د پوځي ، سیاسي او مالي حمایت په مرسته تر سره کوي ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نور نړیوال سازمانونه چې د فلسطینیانو په حمایت کې هره پریکړه کوي هغه تر بل هرچا وړاندې د امریکا لخوا نقض کیږي تر دې تر دې چې تير كال په همدې شپو ورځو کې د می د میاشتې په ۱۴ امریکايي ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې خلاف امریکايي سفارت له تل ابیب څخه ختیځ بیت المقدس ته چې د فلسطینيانو ملکیت دی ولیږدا وه.

همدا راز امریکایانو د ۵+۱ په ملتیا په کال ۲۰۰۶ م کې له ایران سره د هغوی د اتومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړی او د ۲۰۱۵ کال د اپریل په ۲ د یوې مسودې په ترتیب او لاسلیکولو سره پایته ورسیدې.

د دې مسودې په ترتیب او لاسلیک کې خپله د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما هم شریک و ، خو د امریکا اوسني ولسمشر هماغه مسوده او د هغې په سر رامنځته شوی توافق له هیڅ کوم مبرر پرته لغو او پر ایران یې نوي اقتصادي بندیزونه ولګول.

همدا شان له شمالي کوریا سره د هغوی د اتومې پروژې پر سرخپله د امریکايي ولسمشر ټرمپ او شمالي کوریا د مشر کیم جیم اونګ ترمنځ خبرې وشوې او له شمالي کوریا څخه یې وغوښتل چې هغوی به خپل اتومي پروګرام له منځه وړي او د بالیستیکي توغندیو آزموینې به ځنډوي خو په مقابل کې به له هغوی سره یواځې د امریکا لخوا د اقتصادي مرستو ژمنه کیږي اما لګیدلې بندیزونه به ورباندې همداسې پاتې وي.

امریکایانو په کال ۲۰۱۴ کې خپله له طالبانو سره د هغې ژمنې په پوره کولو کې غدر وکړ چې له مخې یې د امریکايي اسیر بوبرګدال په عوض کې پنځه لوړ پوړي طالب چارواکي د قطر هیواد په منځګړیتوب له ګونتنامو زندان څخه راخلاص او د یوه کال لپاره یې په دوحه کې تر نظارت لاندې اوسیدو باندې ورسره توافق وکړ.

په دې توافق کې دا خبره هم شوی وه چې د یادو بندیانو د کورنۍ غړي به له کوم مزاحمت پرته له هغوی سره لیدلای شي.

خو ولیدل شول چې امریکايانو په دوحه کې د یادو طالب چارواکو د نظارت وخت تر نامعلوم وخت پوري تمدید او هغوی ته راغلی خپلوان یې اسیران کړل چې تر اوسه هم په اسارت کې اوسي.

دا خو د امریکایانو ماهیت دی چې په هرډول سیاسي تعامل کې د دوی سیاست پر تزویر، زور او عهد شکني ولاړ دی.

او طالبان بیا د امریکایانو برعکس داسې څوک دي چې له پورتنیو امریکايي ناکاره مواصفاتو څخه کاملا مبراء او پاک خلګ دي.

طالبان د څلورم مذاکراتي جهت په توګه

طالبان له فلسطین، ایران او شمالي کوریا وروسته څلورم داسې سیاسي او پوځي جهت دی چې امریکایان ورسره له اتلس کلنې پوځي زور آزمايي وروسته مخامخ خبرو ته مجبورا کیناستل.

سره له دې چې په یاد مذاکراتي بهیر کې تر طالبانو امریکایان په سختې سیاسي، اقتصادي او نظامي مخمصېکې راګیر دي ، مګر د هغه با وجود بیا هم بدمعاشي او نخرې امریکايان کوي.

امریکایان په داسې چا بدمعاشي او نخرې کوي چې هغوی اصلا د سیاست په ډګر کې له دغسي بدمعاشیو سره هیڅ دلچسپي نه لري.

دلچسپي نه لرل په دې معنی چې هغوی د نړۍ د معاصرو سیاست والو په څیر په سیاسي معاملاتو کې پر دوه مخي او سیاسي شیطانت باندې هیڅ ډول باور نه لري.

د مذاکراتو په پلمه وقت تلفي ، ترپردې لاندې سازشونه او دوه ګونی تعامل نه د هغوی خوښ او نه یې پر بریالیتوب قانع دي.

همدا لامل دی چې د فریقینو ترمنځ له میاشتو ناستو پاستو وروسته هم د پرمختګ څرک نه لګیږي.

دوه اړخیز تضمینونه

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په مذاکراتوکې د راتلونکو تضمینونو وضع کول بل هغه څه دی چې دواړه لوری یې یو له بل څخه په پوره کولو شکمن دي.
د امریکایانو دا عادت نه دی چې دوی دې تر اوسه پوري له چاسره کړیو معاهداتو ته متعهد پاتي شوي وي، دا د هغوی ذاتي خصلت او ښکاره بیلګې یې له ایران او حتی خپله طالبانو سره د تر سره کړیو توافقاتو نقضول دي.
که امریکایان همدا اوس له طالبانو سره د نړیوالو منځګړیو په حضور کې په افغانستان کې د عدام مداخلي تضمین وکړي ، سبا هغه قصدا نقضوي او هیڅ داسې مسلط جهت په نړۍ کې نشته چې ناقضین امریکایان د هغوی د عمدي تخلف په جرم مجازات کړي.
همدا لامل دی چې طالبان تر هرڅه وړاندې د امریکايانو په کلي وتلو ټینګار کوي ، ځکه دوی پوهیږي چې له افغانستانه د بهرنیانو ایستل یو ښکاره او نغد عمل او د قضیې ټوله غوټه ورپوري تړلې ده، هغوی وايي که امریکایان ریښتیاهم په مذاکراتي پروسه کې جدي وي زمونږ دا جدي غوښتنه دي ومني چې د هغې پر اساس مذاکراتي بهیر تحرک ومومي.

د تضمینونو په پوره کولو کې طالبان هم ستونزه لري ، مثلا همدا اوس په افغانستان کې لیدل کیږي چې داعش او هغوی ته ورته د مقاومت په مقابل کې مزاحمتي ډلې موجودې اوحتی خپله له طالبانو سره په جګړه دي.
که نن طالبان امریکایانو ته د هغوی په خلاف د افغانستان د نه کارولو تضمین ورکړي ، سبا همدا بي قیظې داعشیان په امریکا کې د امریکایانو خلاف عمل کوي او په تبلیغاتي ویډیوګانو کې په امریکا کې تر سره کړي برید ګر د کونړ یا ننګرهار په کومه سیمه کې د پوځي روزنې په مهال ښکاره کوي ، طالبان یې په مقابل کې هیڅ نشي کولای.

نتیجه

په مذاکراتي پروسه کې د پرمختګ د ځنډ ښايي ډیر نور عوامل هم وي ، خو دغه څو یې اساسي او مربوط په امریکایانو پوري دي.

که امریکایان واقعا هم مذاکراتي پروژې ته ژمن وي نو هغوی دي په عملي جانب کې لومړی ګام واخلي.
لومړی ګام د ځواکونو د بیرته ایستلو جدول معلومول دی چې د مذاکراتي بهیر د تسریع ټوله لړۍ ورپوري معطله ده .

که یوځل همدا لړۍ جاري شي د مذاکراتي بهیر متوقف جریان خود بخوده ورسره متحرک کیږي.
پاي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

که امریکا سوله کوی یا له افغانستانه اووزی لاری ډیری دی که منافقت ټګی برګی کوی بهانی ډیری دی.
د افغانستان ولس استازی باید په یو وار او یوه ورځ له امریکا سره د ځواکونو په وتلو یا نه وتلو خبره سپینه کړی چی ریښتونی سولی راتلو ته لار هواره شی، او د ځواکونو نه وتلو په صورت کی خپل ولس په اطلاعیی سره خبر کړی چی د مبارزی لپاره خپلی مټی خلاصی کړی.
د خبرو اوږدول ولس مایوسه کوی او کفار پکی خپلو شومو اهدافو ته ځانونه رسوی.

حامد منصور
میلمه
حامد منصور

یعنی طالبان له هغو امریکایانو سره په خبرو لګیادي چې شخصا له هغوی سره یې هم بي لوظی کړې ،
همدا طالبان باید پوه شي چې کومو امریکایانو چې په لومړی ځل ورسره بي لوظي کړې ، په هغوی کې اوس هم هیڅ تغیر نه دی راغلی … هغوی سبا بیا هم همداسي بیوفايي او بد عهدي کوي .

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

یهود اونصارا بدترین خلک د نړی پرمخ دی په دروغو کی اول مقام لری مسلمانان باید ورته متوجه شی همدا شان د سیمی اوافغانستان همسایه هیوادونه د امریکا په خبره ونه غولیږی پاکستان هم باید د اسلامیت په خاطر نور د امریکا سره د افغانستان د مسلمانان د وژلو همکاری بنده کړی په پاکستان کی موجوده امریکایی اډه ور وتړلی ترڅو که چیری امریکایان له افغانستان وځی نو له سیمی هم ورک شی اوبیا له شمسی اډی د افغانستان پرضد استفاده ونکړی