د قطر سفر «اتمه برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

ستانکزي صیب د ځینو پوښتنو چې په حقیقت کې مخکې ځواب شوې وې لا نور وضاحت وړ‎اندې کړ‎.
او بیا له امریکې راغلي قاري صیب سلطان محمد د قرانکریم څو ایاتونه د تبرک لپارہ تلاوت کړ‎ل او ورپسې شیخ سید رسول حلیم صیب یوہ جامع دعا وکړ‎ہ او مجلس رسماً پای وموند!

د مجلس له اختتام سرہ بیا ھماغه نظارہ وہ! د امارت لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي له ولسي خلکو سرہ داسې گډوډ شوي و چې د عامو وگړ‎یو او دوی تر منځ توپیر گران و!
که دغه مھال له بیرون څخه څوک راغلي و، زہ په یقین سرہ وایم چې د امارت مشران به یې په ھیڅ راز له خپل ولس څخه نه و بیل کړ‎ي!

دې حالت ته په کتو ماته د غني، عبد الله او کابل ادارې نور لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي سترگو ته ودریدل.
ھغوی چې کله د کوم روغتون د رنځوارانو پوښتنې ته راوتلي وي او یا په کوم بل ځای کې له ولسي خلکو سرہ گوري، ډیري وخت یې ھغه د ډاکټرانو پشان خولو او پوزو ته تیمبوزکې اچولې وي تر څو جراثیم ور نه شي!
خو که احیاناً یې دا کار نه وي کړ‎ی، بیا یې په لباس، او رنگ و روغن کې له ولس سرہ توپیر جوت وي!
چرته د دوی قیمتي دریشیانې او رنگینې نیکټایانې او چرته د خړ‎ پړ‎ ولس خړ‎ پر لباس!!!!

غني دلته په ولسي غونډو کې عام لباس اغوندي خو په خارجي سفر ونو کې یې بیا ډیرہ شیک دریشي پر تن وي!
د یوہ ھیواد مشر په بھر کې د خپل ھیواد د کلتور، ملي ھویت، لباس، ثقافت او نورو تر ټولو لوړ‎ پوړ‎ی استازی وي، ھمدا لامل دی چې د نورو ھیوادونو مشران په نړ‎یوالو غونډو کې خپل ملي لباس اغوندي.
ښائي زموږ‎ ھغو ته به پخپله ھم ځانونه د ولس استازي نه ښکاري!

ډالی گانې:

د مجلس پای ته رسیدو سرہ جوخت، د امارت مشرانو راغلیو میلمنو ته ډالۍ گانې ورکول پیل کړ‎ل!
ما خپله ډالۍ له ستانکزي صیب څخه تر لاسه کړ‎ہ، د ډالۍ راکولو پر مھال یې یو ځل بیا راته کړ‎ل: گورہ پام کوہ چې موږ‎ پسې شعر و نه لیکې!
ما ورته وویل: نه صیب! نه یې لیکم، په زړ‎ہ کې مې ویل ته ودریږ‎ہ چې یو ځل ډالۍ تر گوتو کړ‎و، بیا به گورو!
لیوني ته چا ویلي و: یه لیونیه! پام چې درمند ته اور وا نه چوې(!)
د امارت ملگرو ډالۍ گانې په پلاستیکي کڅوړ‎و کې ډیرې منظمې ځای پر ځای کړ‎ې وې.
په کڅوړ‎ہ کې درې شیان و، یو جای نماز، یو بوتل ډیر ښه عطر او دریم داسې یو شی و چې امارت موږ‎ په لوی لاس د خیاطانو لاس ته کینولو!
خو شکر چې دا خیاطان ھغه نه دي کوم چې ستاسې په ذھنونو کې گرځي!
کیسه داسې وہ چې امارت موږ‎ ته په ھمدې کڅوړ‎و کې څو مترہ ټوکران ھم ایښي و چې جامې ترې جوړ‎ې کړ‎و!
د دې کڅوړ‎و یوہ بله فائدہ دا وہ چې اوس د امارت د ملگرو او راغلیو میلمنو تر منځ توپیر آسان شو!
ھغه چې کڅوړ‎ې یې په لاس کې او په فاتحانه انداز د سالون له یوہ سرہ بل ته په اھسته برو گرځیدل را گرځیدل میلمانه و، پاته نور د امارت د سیاسي دفتر غړ‎ي!

ذاکري صیب راته کړ‎ل: دا مخامخ سړ‎ی پیژنې؟
ما وویل نه! راته یې وویل: دا مولوي صیب احمد جان دی!
ھغه د سالون په بل سر کې زموږ‎ څخه تقریبا د پنځه یا لس مترو په فاصله کې لیرې له نورو ملگرو سرہ ولاړ‎ و.
ما مولوي صیب کله نه و لیدلی خو د نوم اوریدو یې نویمې لسیزې ته ستون کړ‎م!
ھغه مھال چې د طالبانو خوځښت د تورخم له لوري مخ په ننگرھار پرمختگ کاوہ نو بي بي سي او نورو راډیو گانو به د مولوي صیب نوم ډیر اخیست!
دې نوم د شرقي افغانستان ټول غله، غاصبین، قاتلین او اوباشان د ننگرھار د شوری په گډون داسې وارخطا کړ‎ي و چې د تیښتې لیار یې ترې ورکه کړ‎ې وہ!

زہ مولوي صیب ته نژدې ورغلم، یو ځل بیا مو روغبړ‎ وکړ‎!
مولوي صیب، ډیر نرم، مھربانه او شفیق انسان دی. ما غوښتل ھمدلته په ولاړ‎و پښو بنډار ورسرہ وکړ‎م چې کوم ملگري را غږ‎ کړ‎ل: راځئ چې نور ملگري بس ته پورته شوي!
موږ‎ ھم ور روان شو، د بس تر ځایه ستانکزی صیب او د امارت نورو مشرانو بدرگه کړ‎و!

دلته ځینو ملگرو له مشرانو سرہ عکسونه ایستل او ځینو خدای پامانۍ اخیستې!
آخر ټول بس ته راپورته شول او بس بیرته د ھوټل په لور وخوځید!

موږ‎ د ھوټل په ھال کې کیناستو او د مجلس په اړ‎ہ مو د نظرونو تبادله کوله!
لږ‎ شیبه وروسته زموږ‎ د غونډې یو گډونوال ښاغلی داؤد عظیمي له یو شین سترگي سرہ یو ځای زموږ‎ خواته راغی او راته یې وویل: دا سړ‎ی کریگ نیلسن ( Craig Nelson) نومیږ‎ي، د وال سټریټ جورنال خبر نگار دی!
غواړ‎ي تا سرہ ستا د ھغه شعر په اړ‎ہ مصاحبه وکړ‎ي چې تا په غونډہ کې اورولی و!
ما له آرہ نه غوښتل له ژورنالستانو سرہ خبرې وکړ‎م نو مې ورته کړ‎ل: اوس خو وخت نشته، زہ ساپی صیب او ذاکري صیب بیرون ځو!
ژورنالست وویل: ھیڅ خبرہ نه دہ، زہ ھمدې ھوټل کې یم، چې بیرته راشئ، سرہ به ووینو او د ماښام نھه بجې مو د مصاحبې لپارہ وټاکلې!

موږ‎ د مولوي محمد داؤد عابد صیب سرہ د موزیم د لیدو پروگرام جوړ‎ کړ‎ی و او د ھغه په انتظار کې و!
یوہ یادونه ضروري بولم او ھغه دا چې د امارت د تشریفاتو ملگریو، ښاغلي جھانگیروال او عابد صیب به مو د ورځې دوہ درې ځلې خبر اخیست!
موږ‎ یې ډیر نازولو، زہ ترې ځانگړ‎ې مننه کوم، الله تعالی دې دوی ونازوي!
لږ‎ہ شیبه پس، عابد صیب راغی، زہ او ذاکري صیب د ساپي په إشراف کې له عابد صیب سرہ یو ځای د موزیم په لور وخوځیدو!

د موزیم لیدل او له کریگ نیلسن سرہ مصاحبه:

دا لړ‎ۍ ادامه لري

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

پیر زاده صاحب،
ستاسو محترمو د سوله لپاره خپل زیار ووباسه،خو سوله راواستل د افغان د وس څخه بهر خبره ده،
سوله راواستلو ځای او ادرس معلوم دی، راوالپنډی.او واشنګټن.
سوله قطر،دوحه ،مسکو.جرمن کی څه کوی؟

غوربندي
میلمه
غوربندي

انجنير صاحب

داسې ښکاري چې تاسو هم د جګړې له غوليانځې تغذيه کيژی،،، د سولې امتياز نورو ته ورکول د ګوډاګيانو د امرار معاش هڅه ده.